د افغانستان موجوده سیاسي انځور


ایلن موري لیکي: که چېرې موږ په یوویشتمه پیړۍ کې د اپوزیسون خبره کوو نو دا پدې مانا ده چې موږ باید د اوبو په څير نرمښت خپل کړو څو ټولنیز بدلون آسانه او هر اړخیز شي.   ډېره جالبه خبره خو دا ده چې موږ په افغانستان کې اپوزیسون نلرو خو په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، تعلیمي او حتا په دیني مسایلو کې هره ورځ له یو نوی اپوزیسون سره مخ کیږو. البته زموږ د اپوزیسون څیره هم انفرادي او هم اجتماعي ده. دلته بیلابیلې جهادي څیرې، روڼ انده عناصر او عادي وګړي بیلابیل نظرونه لري. موږ بیلابیلو مسایلو ته په بیلابیلو سترګو کې ګورو. ملي او قومي مسایل تعریف شوي ندي بلکې یو له بل سره په ټکر کې دی. که چېرې وکتل شي، نو زموږ اساسي قانون  چې د ولسواکۍ په ترڅ کې رامنځته شوی دی، هم د انتقاد او بحث څخه تش ندی خو ولې د اساسي قانون یا بل کوم ملي ارزښت څخه یو مطلق نظر جوړول هم په خپل ذات کې ډېرو سترو ننګونو ته ځای ورکوي، خو بیا ځینې قانوني کرښې مطلقې  دي لکه د ژوند حق، ښوونه روزنه او عامه وګړو ته د کاراورزوګار زمینه برابرول.   په ډېر  تاسف سره زموږ په هېواد کې داسې عناصر هم شته چې د دې قوانینو او سرو کرښو په عملي کولو کې سره اختلاف لري. د ولسواکۍ اصل دا دی چې د اکثریت په خوښه د ډېرو اساسو او سترو پریکړو تصمیم ونیول شي. خو زموږ په هېواد کې د ډېرو سترو او اساسي پریکړو تصمیم د انفرادي قوتونو لخوا نیول کیږي یانې هر هغه څه چې یو ځواکمن فرد ته د منولو وړ وي باید په اکثریت باندې وتپل شي . او هرومرو عملي شي که چېرې نه منل کیږي نو باید یو ډول مصنوعي یا جدي مشکل را وړاندې کړای شي څو مخالف لوري چې قانوني حثیت لري دې ته اړ کړای شي چې هغه کار ومني.   د هېواد په کچه د ولسمشر غني لخوا د هېواد د سیاسي، جغرافیايي، اقتصادي او اداري حثیت برقرار ساتلو په موخه اساسي ګامونه واخستل شول، او ډېر ځله داسې شوي دي چې د دې پریکړو د عملي کولو وخت را ورسیږي نو پر وړاندې یې خنډونه جوړيږي . د دې هدف دا ندی چې ولسمشر یو منظم پوځ یا ډله نلري چې مخالف لورى وځپي، بلکې اساسي ستونزه دا ده چې زموږ سیاسیون کې د سیاسي عزم او سیاسي روڼتیا کنګلتیا او د لورلید نشتون تر سترګو کیږي. دوی نه پوهیږي چې د دوی انفراي مداخله تر کومه د هېواد هر اړخیز حثیت او وقار تر پښو لاندې کولای شي.   په نورو هېوادونو کې د وطن د ګټې او پرمختګ په موخه په کوچنۍ کچه د انفرادي قرباني ورکولو جرات تر ټولو ډېر تر سترګو کیږي خو زموږ وطن کې داسې څه نه دي، بلکې هر هغه ګام چې د ولس د احساساتي کولو او راپارولو لپاره کاریدای شي څو ښکیل قوت له دې ګټه پورته کړي، په لاره اچول کیږي.   د هېواد د سیاسي انځور لپاره یو څو بیلګې : نظامي اوضاع پدې کې شک نشته چې د بهرنیو د وتلو له امله د وسلوال پوځ لپاره یوه ستره ننګونه دا ده چې هغه خلاوې ډکې کړي چې له بهرنیو څخه ور پاتې شوې دي یانې تر یو لک څلویښت زره زیات بهرني لاړل او یا هم یا په خپلو مرکزونو کې پر ځای شولاو له دوی د نظامي عملیاتو واک واخیتسل شوو. پاکستان او نور داسې ښکیل هېوادونه په دې باور دي چې د بهرنیو د وتلو په صورت کې باید پر افغانستان جدی فشار وارد کړي څو په پایله کې له افغانستان او نړیوالو ځواکونو څخه د سیاسي رشوت لپاره لاره اواره کړي. دویم دا چې افغانستان مخالفو کړیو د افغانستان له ګرمي هوا څخه په استفادې د وطن د ړنګولو او کمزوري کولو لپاره له هر هغه جنایت او استبخاراتي تکتیک څخه کار واخیست، چې بل هیڅ وخت د دې امکان نه و، او همداراز مخالف لوري  پدې کې نسبې لویه بریا د خپل ځان د بقا د ساتلو لپاره اړینه ګڼله.   پداسې وخت کې چې وسلوال پوځ د تاریخ په اساسي کرښې  ولاړ دی باید وسلوال پوځ وستایل شي او زموږ سیاسي اختلافات د وطن د ادارو د پیاوړتیا او ژوندي ساتلو لپاره یو لوري ته شي او همداراز  په راتلونکی سیاسي ډګر کې د خپل قوت  د ازمویلو لپاره ملي مبارزه ترسره شي. څو له دې کړکیچ څخه را ووځو او په راتلوکي کې د یو نسبي ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمن پارلمان، ارګ او ملي ادارو څښتن شو.   سیاسي ډګر   دا چې د ټولټاکنو لپاره خلک په زیات تعداد را ووتل او د  قربانیو په ترڅ کې یې ولسمشر وټاکه نو په کار خو دا وه که چېرې یو چا د تکنوکرات او دفتري تجربي ادعا کوله او یا خلکو ته په عمل کې ثابت شوی وو  نو باید دې سړی ته چانس ورکړلی شوی وای چې په ادارو کې یې د نظم او کاري چټکتیا په موخه سترو ریفورمز ته پرېښودل شوی وای خو  داسې ونه شول، بلکې سره د دې چې افغانستان له یوې انتقالي دورې څخه دځوانې ولسواکۍ په لاره روان وه، له بده مرغه  د خنډونو او دسیسو سره مخ شو او هغه ټول اصلاحات چې د بهرنیو په وتلو سره ترلاسه کیدلی شول او همدا رنگه  بهرني یې دې ته هڅولی شول چې تر  بل هر وخته یې ډېره مرسته کړی وای، له خاورو سره خاورې شول. له دې عملي سیاسي بحران هېواد ته نه یوازې سیاسي تاوانونه ورسول بلکې د سترو پروژو مخنیوی هم وشو او په ترڅ کې وطن له سترو اقتصادي مرستو څخه محروم پاتې شو.   داسې فکر کیده چې ډاکټر عبدالله عبدالله به په سیمه کې د تجربې په اساس د غني سره په سترو سیاسي پریکړو کې شریک شي او غني به د خپلې دفتري او اداري تجربي په کارولو سره مخکې لاړ شي  څو دوی اداري جوړوني او سیاسي پرمختګ ته لاره اواره کړي، خو له بده مرغه داسې ونه شول بلکې هر څه سرچپه را وختل او هېواد پرلپسې د سیاسي بحران په لوري وکوچید.   اټکل کیده چې په هند کې به د مودي په راتګ سره پاکستان تر فوق العاده سیاسي او اقتصادي فشار لاندې راشي البته که د دې فشار تر څنګ دواړو مشرانو عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني هم خپل سیمه يیز لنډ مهاله او اوږدمهاله اهداف ځان ته ټاکلي وای نو تر ډېره بریده دې هیڅ امکان نه درلود چې افغانستان له سیاسي بحران او یا نظامي بریدونو سره مخ شوی واى. ایا داسې څه وشول؟ نه ندي شوي.   د سعودیه او ایران ترمنځ موږ ته پکار وو چې موږ داسې سیاست خپل کړای وای چې په ترڅ کې یې موږ یو طرفه نه بلکې د دواوړو خواخوږي پاتې شوي وای او د يوه  منځگړي نقش مو درلودلی وای او  د حامد کرزي له هغو ویناوو څخه مو درس اخیستلای وای چې ویل به یې "زه حاضر یم د پاکستان او هند ترمنځ منځګړیتوب وکړم"   او همدارنگه د هر هغه سولیز لاریون ملاتړ مو کړی وای چې د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره اړین و او له هر هغه چا سره مو قانوني چلند کړای وای چې سوله یزلاریونونه یې تر برید لاندې راوستل. سوله یز لاریونونه هېواد ته سوله، ثبات او په خداماتي څانګو کې اصلاحاتو ته لاره اواروي خو  بل لور ته د قوماندانانو او مافیايي کړیو د غونډو مصرف زغمل او ورکول په دې  مانا ده چې هیواد د زورواکو د سپیڅلتیا قرباني کول دي.   د دې ټولو خبرو تر څنګ موږ هیڅکله سیمه ييزو هېوادونو ته دا مسيج نه دی ورکړى چې موږ سیاسي اختلافات نه لرو بلکې د دوی د انګلیسي او ملي ژبو ورځپاڼې زموږ د اختلافاتو له کیسو ډکې دي. موږ هیڅکله دا جرات ونکړ څو د سیمه يیزو هېوادونو د ستونزو په اړه شننه وکړو او په ترڅ کې د دوی په اړه تګلاره جوړه کړو. موږ هیڅکله له خپلو شخصي اختلافاتو څخه را ونه وتلو بلکې تل مو د خپل مشکلاتو د حل لارې په موخه دوی ته چانس ورکړی دی او له دوی څخه مو لارښوونه ترلاسه کړې ده چې باید څه وکړو. خپل هېواد مو له مشکلاتو سره مخ دی خو  د پردیو د جګړو لپاره یا د دوی د سیمه يیزو شخړو د حل په موخه سعودی او عراق ته سفرونه اړین بولو.   موږ هیڅکله پوښتنه ونکړه چې چېرې روان یوو؟ ادارې مو څه کوي؟ ادارې مو څه خدامات وړاندې کوي؟ سیمه يیز هېوادونه زموږ په اړه څه فکر لري؟ د داخلي کړیو د کنټرول کلۍله چا سره ده؟ په داخل د کابل کې امنیت او جنایي پیښې څنګه کیږي؟ زموږ د وکیلانو د باګرام زندان سره څه رابطه ده؟ په ولسي او مشرانو جرګه کې د عامه وګړو او د دوی د قوانینو صلب په اړه څه خبرې او څه اجراات کیږي؟   د مسلې حل اړین دی کنه هغه وخت لرې نه دی چې شته ادارې  مو له مشکلاتو سره مخ شي او د سوريې او عراق په څېر برخلیک سره مخ شوو. د خلکو د ارامه کولو لپاره او د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د دوی اماده ګي او اشتراک هغه څه دی چې زموږ راتلونکى تشکیلوي. له شته امکانانو او وسایلو څخه په ګټه اخیستنې موږ کولای شوو چې د هیواد وګړي سمې لارې ته مخ کړو. کنې له دوی پرته سیاست او مسایلو ته په انفرادي زاویو کې کتل هېواد ته د وروسته پاتیکیدو پرته هیڅ شي نه شي راوړلى.