له ايرانه د افغانستان غوښتنه: له افغان وګړو سر انساني چلند وکړئ 

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د غبرګولي)، ايران کې د افغا کډوالو د سوځولو د وروستۍ پېښې په اړه د هېواد بهرنيو چارو وزارت ملي امنيت شورا ته راپور ورکړ او د يادې پېښې د څېړنې په موخه کابل تهران ته پلاوی لېږلی دی. 

د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي دی، "د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په ایران اسلامي جمهوریت کې د افغان اتباعو او پناه غوښتونکو په تړاو د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د ۱۳۹۹ لمریز کال د غبرګولي په ۲۱مه نېټه يې د افغانستان ملي امنیت شورا ناستې ته د یادو پيښو په اړه راپور وړاندې کړ.

د ملي امنیت شورا په ایران اسلامي جمهوریت کې د وروستیو پېښو د رامنځ ته کېدلو په اړه، چې د یو شمېر افغانانو د ټپي کیدلو او شهادت لامل شوې، بحث وکړ او د یادې پېښې په تړاو يې خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په ایران اسلامي جمهوریت کې د افغان کډوالو د کوربه توب څخه په مننې، له دوست او ورور هېواد ایران څخه غواړي ترڅو له افغان اتباعو سره د زغم او همکارۍ په روحیه سمبال چلند وکړي." 

څو اوونۍ  وړاندې ایراني پوليسو د ایران يزد ښار کې د افغان کډوالو يو موټر ووېشت چې د اور لګېدنې پېښه رامنځ ته شوه؛ درې کسان په کې ووژل شول او څلور نور ټپیان شول. 

یادې پېښې د افغان حکومت او مدني ټولنو غبرګونونه راپورته کړل، چې کابل کې د ايران سفارت مخې او د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې لاريونونه وشول.