ولسمشر غني ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل

روهي (څلورنۍ/۲۱ د غبرګولي)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازیګر د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل.

د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "په دې کتنه کې چې د جمهوررئیس مرستیالانو، د ملي امنیت سلاکار، د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي، د سولې مذاکره کوونکي پلاوي رئیس، د چارو ادارې عمومي رئیس او په افغانستان کې د امریکا سفارت شاژدافیر هم حضور درلود، د سولې پر پروسې، د مخامخ مذاکراتو تر پیل وړاندې عملي اقداماتو، د اورکم او نا اعلان شوي اوربند د دوام پر څرنګوالي او د افغانستان د سولې پروسې لپاره د بین المللي ټولنې او ګاونډیو هیوادونو پر ژمنو بحث او خبرې وشوې.

جمهوررئیس غني یو وار بیا سولې ته د افغانستان د حکومت ژمنتیا بیان کړه او په ټینګار یې وویل: زموږ موخه دا ده چې د سولې پروسه کې عملي ګامونه واخیستل شي او موږ په هیواد کې د سولې ټینګښت ته بشپړه ژمنتیا لرو

هغه زیاته کړه، د افغانستان خلکو اساسي غوښتنه سوله ده او د افغانستان حکومت هم هغه ته د عمده لومړیتوب په سترګه ګوري او د پایداره سولې د ترلاسه کولو لپاره به بین المللي ټولنې سره یو ځای هڅه وکړي."