عامې روغتيا وزارت په رسمي ډول له کورنيو چارو وزارت غوښتي دي چې حکيم الکوزی ونېسئ 

روهي (څلورنۍ/۲۱ د غبرګولي)، د عامې روغتيا وزارت نوماند وزير ډاکټر احمد جواد عثماني له کورنيو چارو وزارت په رسمي ډول له کورنيو چارو وزارت غوښتي دي، چې د حيکم الکوزي کلنيک وتړي او نوموړی قضايي او عدلي ادارو ته معرفي کړي. 

د روغتيا نوماند وزير ډاکټر احمد جواد عثماني نن ورځ کابل کې په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې عامې روغتيا وزارت د حکيم الکوزي هغه درمل چې د کرونا ويروس د واکسين او دوا په نوم يې خلکو ته ورکوي څېړلي او په ترکیب کې يې نهه ډوله تسکین کوونکي نشه کوونکي مواد ګډ دي. 

کورنيو چارو وزارت له دې وړاندې ويلي وو چې که چېرې عامې روغتيا وزارت د حکيم الکوزي د کلينک د تړلو او د نوموړي د نېونې رسمي غوښتنه ترې وکړي، نو دوی به جدي اقدامات پرې وکړي. 

حکيم الکوزی ادعا کوي چې د کرونا ويروس ضد واکسين يې جوړ کړی دی او د لسګونه زره کسانو درملنه پرې شوې ده، خو عامې روغتيا وزارت د نوموړي درمل د نشه يي توکو جوړښت يادوي.