تنبله سترګه یا امبليوپيا څه شی دی؟

لټه (تنبله) سترګه یا د سترګو نیمګړتیا چې په طب کې ورته امبلیوپيا(Amblyopia) وايي.
موږ به تاسو ته په دې مقاله کې ووایو چې تنبلې سترګې څه شی دی،علايم يي څه شی دی،لامل يي څه شی دی، او د تشحيص وقايي او درملنې مراحل يي کوم دي.
 

  • تنبله سترګه یا امبليوپيا څه شی دی؟
  • امبليوپيا د سترګو د ليد ګډوډي ده، چې مغز د عادي شیانو په پروسس کولو کې پاتې راځي. که څه هم عینکې او يا لينزونه استعمال شي. امبليوپيا معمولاً په ماشومتوب کې پيل کېږي په ډېرو قضيو کې، په يواځې يوه سترګه اغيزه کوي. مګر په ځينو مواردو کې په دواړو سترګو هم اغيزه کولای شي، که چيرې په دې خالت کې(د ژوند په پیل کې) ناروغ په دې پوه شي چې يوه سترګه يي کار نه کوي يا کمزورې ده(که چيرې دواړه کار نه کوي نو ناروغ پوهېدای شي) نو که په سمدستي ډول يي درملنه وکړي، نو د ليد د کميدو مخنيوی کېدای شي. او که درملنه يي ونه شي نو په اېنده کې يي سترګه د تل لپاره ليد له لاسه ورکوي . د آټکل له مخې په امريکا کې له 2 تر 3 سلنې وګړي په امبليوپيا اخته دي.
     
  • د امبليوپيا نښې او علايم
  • دا چې امبليوپیا په عموم کې له ماشومتوب شروع کېږي، نو نښي نښانې پيداکول يي سخت دي. په ډېرو قضيو کې د امبليوپيا په نښو هغه وخت خلک پوهيږي چې د درملنې وخت يي تېر وي. خو يو ساده نښه چې اسانه يي معلومولای شئ. که ستاسې ماشوم امبليوپيا لري او تاسې پرې نه پوهېږئ نو د معلومولو لپاره يي د ماشوم ‎يوه يوه سترګه يي په لاس پټه کړئ او د ماشوم عکس العمل(چې په ژړا  شي او يا تنګ شي) وګورئ او که د خبرو کولو ماشوم وي نو پوښتنه ورنه وکړئ،يوه يوه سترګه يي پټه کړئ، او د تلويزون يا کوم بل څه په اړه ورنه پوښتنه وکړئ چې ايا په دواړو سترګو يو شانته ليدل کولای شي او کنه، که چيرې د دواړو سترګو د ليد ترمنځ يي توپير وو نو د ماشوم سترګه مو مشکل لري او داکتر ته مراجعه وکړئ. خو دا کړنه  او ازموينه اصلاً کفايت نه کوي، تاسو(هغه کسانو ته چې نږدې خپلوان يي امبليوپيا لري) سپارښتنه کوو چې د ماشوم لمړنۍ ازموينه د ۶ مياشتو په عمر کې وکړئ او په همدې ډول دوام ورکړئ تر څو چې تاسو ډاډ ترلاسه کړئ چې د ماشوم ليد وده کوي او دواړه سترګې په ګډه سره فعاليت کوي.
     
  • د امبليوپیا لامل څه شی دی؟
  • درې ډوله تنبلې سترګې شته د اصلي لاملونو پر  اساس
  • اسټرابيزيک امبليوپیا: سټرابيزم د تنبلې سترګې عام لامل دی، چې د دواړو سترګو د ليد مخه نيسي. په دې کې مغز د تنبلې سترګې ليد له پامه غورځوي. ځکه د ماشومان مغز ضعيف وي او نه شي کولای چې د دواړو سترګو په اخيستل شوي عکس تمرکز وکړي.  دلته يو ډول امبليوپيا لامل کېږي چې دا ډول امبليوپیا د سټرابيزم امبليوپيا په نوم ياديږي.
  • د انعکاس امبليوپيا: ځيني وخت يوه تياره سترګه د دوو سترګو نامساوي انعکاس د غلطيو له امله رامنځته کېږي. د مثال په ډول يوه سترګه د پام وړ نږدې او يا لېرې ليد ولري پداسې حال کې چې بله سترګه يي نه لري. په داسې حالاتوکې مغز په  يوه سترګه تکيه کوي، چې لږ غیر منظم انعکاس منځته راځي او هغه سترګه تياره ليد کوي کوم چې په امبليوپيا اخته وي. چې دې ته د انعکاس امبليوپيا وايي.
  • د ضايع کيدو امبليوپيا: دا لټه سترګه د هغه څه له امله منځته راځي چې د زيږون څخه وړاندې د سترګې د ليد برخه ضايع شي. کله چې دا برخه ضایع شي د ضایع کيدو امبليوپيا منځته راځي. جراحي ورته ضروري ده چې عادي ليد ته پرمختګ ورکړي او د سترګو د معلوليت څخه مخنيوی وشي.
  •  
  • تشحيص
  • امبليوپيا په يوه یا دواړو سترګو کې د ليد د اندازې له لارې پيژندل کېږي. د ماشومانو  قوي لید اندازه کول ګران دي او د ناروغ د عکس العملونو په کتلو سره اټکل کیدی شي کله چې يوه سترګه وپوښل شي ماشومان په تنګ راځي او يا هم ژاړي. بیرفرینجینس سکینګ(birefringence scanning) يوه ازموينه ده چې د ماشومانو امبليوپيا پرې تشحيص کېږي. د امبليوپيا تشحيص او درملنه چې څومره ژر کيدای شي  ضرور ده چې د ليد ضایع کیدو مخنيوی وشي.
     
  • د امبليوپيا درملنه
  • هغه کسان چې د انعکاس په امبليوپيا اخته دي، درملنه يي اسانه ده يواځې مناسبې عینکې او يا هم د سترګو لينزونه وکاروئ. خو په بيا هم د سمې سترګې ضرورت ليدل کېږي چې دماغ دې اړ کړي چې د لټې سترګې ليد ته پاملرنه وکړي او ليد ته يي وده ورکړي.
     
    سټرابيزيک امبليوپيا درملنه: په دې درملنه کې په روغه سترګه يوه ټوټه چې پيچ ورته وايي ږدي چې سترګو سره کومک وکړي چې په شريکه کار وکړي، دا ضروري ده چې دغه د سترګې پيچ د (۶-۴)  ساعتونو لپاره تر ۶ مياشتو پورې، ترڅو پر مغز فشار راوړي چې لټه سترګه وکاروي او ليد ته يي پرمختګ ورکړي. په ځينو ماشومانو کې اسټروپين د سترګو څاڅکي د سټرابیزيک درملنه کوي. دا درمل هم د ماشوم په روغه سترګه کې اچول کېږي او د روغې سترګې ليد موقتً  کموي او د ماشوم مغز دې ته اړ شي چې په امبليوپیا اخته سترګه وکاروي او ليد ته يي پرمختګ ورکړي. خو د تنبلې سترګې د درملنې په وخت کې به په روښانه ‌ډول د نږدې شيانو ليدل مشکل وي.
     
  • د امبليوپيا درملنه په هغه کسانو کې عمرونه يي د ۸ کلونو ډېر وي
  • له کلونو،متحصصين په دې باور دي، که چېرې د امبليوپيا درملنه د ژوند په شروع کې(د زيږدنې لومړني کلونه)ونه شي نو وروسته يي د ليد د پرمختګ هيڅ امکان نشته، مګر اوس دا څرګنديږي چې د غټو ماشومانو او لويانو د امبليوپيا درملنه کيدای شي. د کمپيوټر يو پروګرام چې عصبي بدلون منځته راوړي او لید ته پرمختګ ورکوي ريوټل ويژن (revital vision) دا درملنه په څو هفتو کې ترسره کېږي،  ۴۰ ارزونې دي او ۴۰ دقيقې وخت نيسي. د ۴۴  غټو ماشومانو او لويانو په کلينکي مطالعه کې چې امبليوپيا لري او د ۹ تر ۵۴ کلونو عمر لري، د ۷۰ سلنې برخه اخيستونکو په ليد کې پرمختګ راغلی دی.
     
  • د امبليوپيا جراحي
  • په ډېرو مواردو کې په سټرابيزيک امبليوپيا کې جراحي ترسره کېږي د جراحي وروسته عينکې او يا د سترګو لينزونه ضروري دي ترڅو چې دواړه سترګې فعاليت شروع کړي. په ياد ولرئ چې د امبليوپيا د درملنې لپاره باید امبليوپیا ژر کشف شي، کوشش وکړئ چې په هرو ۶ مياشتو کې تر ۳  کلنۍ پورې مو ماشومان معاينه کړئ، چې سمه درملنه يي وشي.