روهي (درې نۍ/۲۱ د غبرګولي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴۲ کسان په کرونا ويروس ککړ شوي، ۱۵ مړه شوي او ۴۸۰ کسان رغېدلي دي.
له تازه ۵۴۲ پېښو یې، کابل (۲۱۳)، هرات (۱۴۲)، پکتیا (۲۲)، ننګرهار (۹۲)، غزني (۳۶)، لوګر (۴)، لغمان (۱۲)، کندز (۸)، کونړ(۱)، کاپیسا (۵) او پنجشیر کې (۷) ثبت شوې دي. دې سره افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۱,۴۵۹ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت مرستيال وحيد مجروح ويلي چې ډېری هغه کسان چې ناروغي شديده نه وي روغتونونو ته نه ځي او ذکر شوې يوازې د هغه کسانو دي چې ټېسټونه يې اخېستل شوي وي.
نوموړي له خلکو غوښتي دي چې ټولنه کې د کرونا ويروس د خپرېدو په دې کورونو کې پاتې شي او که بيا بهر کيږي مه، نو ماسک دې واغوندي.
وروستي