سترګې مې خلاصې کړې! نه لباس، نه منطق او نه دې وړاندې سوچ.
دسترګو وړاندې مې نوې رڼا و؛ نه يې مفهوم او نه يې پيژندښت راسره وٶ.
د تيارو او رڼا شاهد وم؛ چې ځان مې پټ او په لاس مې سپينې پاڼې وموندلې، د څو خوبونو نه وروسته مې بڼ کې استوګنځی شو. هرې خواته خورې - ورې ميوې؛ ځينې خوږې او ځينې ترخې وې. د بوستان څلور فصلونه مې وپېژندل،أد لمر څرک او د شپې ظلمت راته څرګند شو. په خپلو(اګرومګر) کې ډوب وم، چې ګنګوسې مې تر غوږ شوې...!
تا به ويل! چې څوک مې ځانته غواړي! او راته وايي!
ستا د سفر وروستی ټکی مونږ سره دی.
دا ژوند يوه شيبه دی
وروستي