مزار شريف کې د روضې مبارکې دننه زر کوترې مړې شوې دي

روهي (درې نۍ/۲۰ د غبرګولي)، د مزار شريف شار اوسېدونکي وايي چې د روضې مبارکې نېږدې زر کوترې دغه ولایت کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته مړې شوې دي. ښاريان د کوترو مړينه د خوړو کموالی یادوي. 

مزار شريف کې د روضې مبارکې مسوول عتيق الله بيا بي بي سي ته ويلي دي چې ښايي کوترې د ځينو مرغانو د بريد او زيات عمر پر اساس مړې شوې وي. نوموړي زياته کړې، "ځینې کوترې له زړبوډن مړې دي او دې ځای ته د خلکو له نه ور تګ را هیسې هم یو ډول کارغان په دې کوترو بریدونه کوي".

د روضې مبارکې ته د کرونا ویروس له خبرېدو وړاندې سلګونه ښاريانو هم دانې اخېستې او دوی خوراک ترې برابر وو، خو اوس روضه تړل شوې ده. 

افغانستان کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره بنديزونه ولګېدل چې د ټولنيز ژوند ټولې برخې يې اغېزمنې کړي. د روغتيا وزارت د تېرې ورځې مالوماتو اړوند هېواد کې د کرونا ویروس د ککړو شمېر له ۲۰ زره واوښت.