افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مير رحمان رحماني په مشرۍ دولسي جرګې اداري پلاوي سره وکتل 

روهي (دوه نۍ/۱۹ د غبرګولي)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازیګر د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني او اداري پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
د ارګ به خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې په دې کتنه کې چې د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي رئیس شاکر کارګر هم حضور درلود، لومړی په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاالحق امرخېل وویل، په تېرو دوو اونیو کې مو د اړیکو جوړولو او همغږۍ زیاتولو لپاره ملي شورا سره کار کړی دی.

وروسته د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني د هیواد د سیاسي اجماع جوړېدو د هرکلي ترڅنګ یو وار بیا له امنیتي او دفاعي ځواکونو او د سولې پروسه کې له پرمختګونو خپل ملاتړ څرګند کړ او ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره یې د وزیرانو د معرفي کولو غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس غني د ولسي جرګې رئیس او اداري پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د حکومتولۍ پیاوړتیا کې د ملي شورا رغنده رول څخه په مننې ژمنه وکړه چې په حکومت کې سرپرستي پایته رسېږي او نوماند وزیران به د ولسي جرګې د باور رایې اخیستو په موخه معرفي شي.