پر افغان سولې يې خبرې کړې دي؛ خليلزاد پاکستان ګې له جنرال باجوه سره وکتل

روهي (دوه نۍ/۱۹ د غبرګولي)، د افغان جوړجاړي لپاره د متحدو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د خپلو سفرونو په ترڅ کې پاکستان کې ته تللی او لوی درستيز جنرال باجوه سره يې کتلي دي.

زلمي خليلزاد او جنرال باجوه د افغانستان د سولې د بهیر، افغان کډوالو او د دواړو هیوادونو د سرحدونو د امنیت د تامین په هکله خبرې کړې دي. 

اسلام اباد کې د متحدو ايالتو سفارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، زلمي خليلزاد دغه لېدنه کې د افغان سولې بهير کې د پاکستان د همکاريو ستانيه کړې ده. 

زلمی خليلزاد له دې وړاندې قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا غني برادر سره هم کتلي وو. ياده لېدنه کې جنرال سکاټ مېلر هم ګډون کړی وو.