کابل کې لاريون کوونکي: د ایران رژیم د افغانانو وژونکی دی 

روهي (دوه نۍ/۱۸ د غبرګولي)، د ايران په  يز ولايت کې د افغان کډوال د موټر له سوځولو وروسته یو شمېر مدني فعالانو او کابل ښاريانو د ايران سفارت مخې ته لاريون وکړ او د ایران رژیم د افغانانو وژونکی رژيم وبله.

لاريون کوونکو د افغان کډوالو پر وړاندې د ايران حکومت دوه وروستۍ پېښې وغاندلې او له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې يې غوښتنه وکړه چې په جدي ډول يې تعقيب کړي. 

له کابل وراېخوا په هلمند او کندهار کې  هم خلکو د ايراني پوليسو له لوري د افغان کډوالو سوځول يو غېر انساني او غېر اسلامي عمل ياد کړ. 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم نن د وزيرانو شورا په غونډه کې بهرنيو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې له ډپلماټيکو لارو ياده پېښه په جدي ډول سره تعقيب کړي.