ولسمشر غني: له ډپلماټيکو لارو ايران د افغانانو د سوځولو پېښه بايد وڅېړل شي 

روهي (دوه نۍ/۱۸ د غبرګولي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابينې په ناسته کې د بهرنيو چارو وزارت چارسمبال محمد حنيف اتمر څخه مننه کړې  چې ايران کې يې د افغانانو د سوځولو موضوع تعقيب کړې ده. 

ولسمشر محمد اشرف غني په يادې پېښې خواشيني ښوودلې ده او ويلي دي چې دواړه هېوادونه بايد په ډپلماټيک ډول ياده پېښه وڅېړي. 

ولسمشر محمد اشرف غني په نننۍ ناسته کې له ټولو هغه روغتيايي کار کوونکو هم مننه کړې ده چې د کرونا ويروس سره په مبارزې بوخت دي او د هېوادوالو درملنه کوي.