ښايي عبدالله عبدالله د ولسمشر غني له خوا ټاکل شوی مرکچي پلاوی تغير کړي 

روهي (دوه نۍ/۱۸ د غبرګولي)، څو مياشتې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنيت پخواني مشر محمد معصوم ستانکزي په مشرۍ طالبانو سره د سولې خبرو لپاره ۲۱ کسيز مرکچي پلاوی وټاکلو چې څلور په کې ميرمنې هم دي. 

هغه مهال چې عبدالله عبدالله له ولسمشر غني سره ټاکنيزې ناندراۍ پای ته نه وې رسولې د ياد پلاوي د جوړښت هرکلی يې کړی وو. اوس ويل کيږي چې عبدالله عبدالله پلان لري چې  د دغه مرکچي پلاوي غړو کې  تغير رامنځ ته کړي. 

يو شمېر سرچينو بيا رسنيو ته دا هم ويلي دي چې طالبانو سره د حکومت د مرکچي پلاوي ځيني غړي په کرونا ويروس ککړ شوي دي.