سهيل شاهين: ملا برادر اخند له زلمي خليلزاد او جنرال سکاټ مېلر سره کتلي 

روهي (دوه نۍ/۱۸ د غبرګولي)، قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په ټوېټر ليکلي دي چې د طالبانو د سياسي دفتر مشر عبدالغني برادر له زلمي خليلزاد او جنرال سکاټ مېلر سره لېدلي دي. 

دغه لېدنه کې د بنديانو د خوشي کېدو بهير په چټکتيا او د بين الافغاني خبرو د پيل پر مسايلو خبرې اترې شوې دي. خليلزاد تېره اوونۍ قطر، پاکستان او افغانستان ته د خپل سفر لړۍ پيل کړه. 

سهيل شاهين  په ټوېټر ليکلي دي، "نن د ا.ا. امارت سياسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند او ورسره هئیت یې د ډاکتر خلیلزاد، جنرال میلر او مل پلاوي سره په دوحه کې وکتل. پدې کتنه کې دواړه لوریو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بندیانو د چټک خلاصون او دبین الافغاني مذاکراتو د پیل په باره کې  خبرې وکړې."

افغان حکومت هم وايي چې د سولې خبرو په پار يې اړين ګامونه اخېستي دي او د بين الافغاني خبرو شروع لپاره چمتوالی لري.