عبدالله: د اسلامي همکاريو سازمان د مصالحې عالي شورا له جوړېدو ملاتړ کوي 

روهي (دوه نۍ/۱۸ د غبرګولي)، د جوړجاړي لوړې يا  مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله افغانستان کې  د اسلامي همکاريو سازمان له سفير حسین آوني بوتسالي سره کتلي دي. 

عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي  دي چې  د اسلامي همکاريو سازمان د سياسي هوکړې له لاسليک او د مصالحې  عالي شورا له جوړېدو ملاتړ اعلان کړی دی. 

د اسلامي همکاريو سازمان سفير حسین آوني بوتسالي ډاکټر عبدالله عبدالله ته ويلي چې ياد سازمان به افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هر اړخيزې هڅې وکړي. 

له دې وړاندې يو شمېر نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانانو د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د واک پر سر د سياسي هوکړې هرکلی کړی وو.