د عبدالله عبدالله ډله: تر اوسه د وزارتونو د وېش برخه کې ستونزې شته 

روهي (دوه نۍ/۱۸ د غبرګولي)، که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ د کابينې د بشپړوالي وايي خو د عبدالله عبدالله په مشري ثبات او هپمالنې ټيم کې يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې تر اوسه دوی هېڅ کس کابينې ته نه دی معرفي کړی او د وزارتونو د وېش برخه کې ستونزې شته دي. 

ځينو سرچينو بي بي سي ته ويلي دي، چې کابینه او ادارو کې ځنې څوکۍ چې د دوی ونډه کېږي له مخکې څخه په کره ډول نه دي پېژندل شوي.

بيا له بلې خوا تېره ورځ داسې راپورونه هم خپره شول چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکولو په اړه اختلاف لري. ولسمشر غني غواړي چې عبدالله عبدالله ته افتخاري مارشالي ورکړي، خو عبدالله عبدالله او جنرال دوستم د افتخاري کلمې مخالفت کوي. 

د يادونې ده چې د ولسمشر وياند صدیق صدیقي د حکومت د کابينې د بشپړوالي ویلي دي او ښايي چې په څو ورځو کې کابينه ولسي جرګې  ته د بارو رايې لپاره ور معرفي شي.