پاکستان وايي چې هند له افغان خاورې د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي خو افغان حکومت دا خبرې بې بنسټه ګڼي 

روهي (يوه نۍ/۱۷ د غبرګولي)، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويانده عایشه فاروقي وايي چې هندوستان په دې ادعا سره چې پاکستان په افغانستان کې له وسله والو ډلو ملاتړ کوي، هڅه کوي چې د افغانستان له خاورې پاکستان طالبانو سره د هندوستان له ملاتړ د نړيوالو سترګې بلې خوا کړي. 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دغه ادعا ته د افغانستان بهرنيو چارو وزارت غبرګون ښوودلی دی او ياده ادعا يې بې بنسټه بللې ده. د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د پاکستان دا ادعا چې له افغان خاورې هند د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي رد کړې ده. 

د يادونې ده چې پاکستان له دې وړاندې هم ادعا کړې وه چې هندوستان د افغانستان له خاورې د پاکستان ضد فعالعيتونه کوي خو افغان حکومت په وار - وار د پاکستان ورته ادعاوې رد کړي دي.