هره ورځ ددې لیدونکي او شاهدان یاستو چې باهوشه، زیرک، هوښیار،لوستونکي، زده کړیالان... له خپلو ورځني ټولنیزو، شخصي او کورنیو کړو او چارو سره بوخت وي.
موږ د خپلو پنځه ګونو حواسو په واسطه، په خپلو راکړو ورکړو پوهیږو او دغه ټول معلومات او اطلاعات حجره په حجره د ضعیفو الکتریکي جریانونو په واسطه تر مغزه پورې مو رسیږي.
لومړنی اصل د مطالعې لپاره څه شی دی؟
څنګه کولی شو د مطالعې ثمرې( پایلې ) ته زیاتوالی ور وبښو؟
د مطالعې لپاره غوره وقت او ځای څه شی دی؟
یو له غوره او اړینو،مهیمو ابزارو د انسان د پرمختگ او مخته تګ لپاره مطالعه ده، ددې لپاره تر څو بهتره او غوره مطالعه ولرو تر څو د ویلو او یادولو توان یې اسانه وي؛ لاندې اصول باید مراعت کړل شي:
- موخه( هدف ): هغه غشی چې پرته له نښې او نښانه وویشتل شي بې پایلې به وي. د مطالعې تر پیل نه وړاندې باید یو ټاکلی هدف او موخه ولرو. ځکه د یو ټاکلي هدف درلودل مو د مطالعې ځیرکتیا څو چنده کوي او مرسته کوي تر څو غوره مطالعه وکړو.
- پلان جوړونه( برنامه ریزي ): یو منظمه فریم ټایم یا د وقت ویشنه چې په یو پلان او طرحې ولاړه وي د درس او یو مطلب په یادښت کې خورا مرسته کوي.
-د مطالعې ځای او مکان: د مطالعې ځای باید آرامه او کافي نور یا رڼا ولري او د مطالعې لپاره غوره وخت ګهیځ یا سباوون دی ځکه ذهن ارام او خورا فعاله وي.
د ذهن یا حافظې د ساتلو اصول:
- زده کړه: د زده کړې په واسطه کولی شو د ذهن پیاوړتیا ته لا ډیرښت ورکړو.
- علاقه: که چیرې د کومې موضوع په لوستلو، ویلو، لیکلو او یادولو سره خورا علاقه ولرو نو کولای شو چې په ښه توګه یې ذهن ته وسپارو( یاد یې کړو).
- د حواسو راټولول: د حواسو راټولول په یوه موضوع باندې کولای شي د یوه مطلب په ښه توګه ذهن ته په سپارلو کې مرسته کوي.
- د مطالعه کونکو مطالبو یا موضوعاتو ویشل( ارتباط یې ): په ذهن او حافظه باندې یو له حاکمو اصولو څخه د موضوعاتو له یو بل سره ربط یا ارتباط ورکول دي، یعنې ذهن او حافظې مو له یو بل سره تړلې موضوعگانې په ښه توګه ځان ته سپارلی شي.
- د موضوعاتو درکول: پروفیسور رابرت توکه وایي:
هغه درس چې په سمه توګه زده کړل شي له مخکې نه زده شوی. کوم مطلب چې په سمه توګه درک کړل شي کم یا لږ هیریږي.
- په ځان باور درلودل: باور د ذهن د پیاوړتیا لپاره لومړی ګام دی. دا چې ذهن مې کمزوری دی، ذهن مې راسره مرسته نه کوي... له ذهنه د ورته شان لید له مینځه وړل د ذهن او حافظې په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــ
ژباړن: انعام الله احمدي سمسور
لیکونکي: حسن خواجه، علی رضا عصمتی او حمزه خیري
وروستي