د سولې په چارو کې د دولت وزارت: د افغانانو ترمنځ خبرو د وخت او ځای ټاکلو پر هوکړې اخته يو 

روهي (نۍ/۱۶ د غبرګولي)، د سولې په چارو کې دولت وزارت وايي چې هڅې يې روانې دي تر څو د افغانانو ترمنځ يا بين الافغاني خبرو لپاره ځای او نېټه وټاکي. د دغه وزارت مسوولين هيله ښيي چې ژر به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې - اترې پيل شي. 

د ياد وزارت وياندې ناجیه انوري رسنيو ته ويلي دي د جوړجاړي د عالي شورا د جوړښت چارې هم روانې دي او ياده شورا به طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو چوکاټ ټاکي. 

نوموړې ويلي دي، چې د جوړجاړي د عالي شورا غړي به د پېژندل شوې سياسي څېرې او اغېز لرونکې کسان وي، چې د سولې خبرو پر مهال به د سولې خبرو اساسي کرښې ټاکي. 

تېره اوونۍ د مصالحې  عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ويلي وو، چې راتلونکې اوونۍ به د دغه شورا د عمومي جرګې او دارالانشاء غړي وټاکل او اعلان شي خو تر اوسه رسنيز شوي نه دي. 

افغان حکومت له وړاندې طالبانو سره خبرې کوونکی پلاوی ټاکلی دی چې معصوم ستانګزی يې مشري کوي. ياد پلاوی وايي چې دوی بشپړ تياری لري خو دغه مرکچي پلاوي ته د سولې خبرو اجنډا د مصالحې عالي شورا له خوا ورکول کيږي، چې عبدالله عبدالله يې مشر ټاکل شوی دی.