کرزی: فراه او کندهار کې پر طالبانو د امريکايانو هوايي بمبار د افغانستان د ملي حاکمیت واضح نقض دی

روهي (نۍ/۱۶ د غبرګولي)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي  د کوچني اختر له اوربند وروسته هېواد کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د جګړې او بريدونو پر بيا زياتېدو خواشيني ښوودلې ده. 

د حامد کرزي له دفتر څخه روهی ته په یوې رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دی، "د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د هېواد په ځینو برخو کې د جنګي حوادثو او تلفاتو پر پېښېدو خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګندوي. 

پخوانی جمهور رئیس پر افغاني خواوو ږغ کوي چې اوربند په کلکه مراعات کړي او له هر هغه عمل څخه ډډه او مخنیوی وکړي چې د جګړې لپاره زمینه ساز کیدای شي. همداراز د دې ترڅنګ چې د بهرنیو ځواکونو بمباري په کلکو ټکو غندي، د دوی دغه کړنه د افغانستان د ملي حاکمیت واضح نقض بولي او په مطلقه توګه یې د بندېدو غوښتنه کوي. 

پخوانی جمهور رئیس د یو آزاد، سولمند او خپلواک افغانستان لپاره پر ټولو افغانانو ږغ کوي چې په قوي اتحاد او اتفاق پر ملي ټغر راټول شي او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره کوټلي او اغیزمن ګامونه اوچت کړي." 

تېره ورځ افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو وياند سني لګېت پر ټوېټر ليکلي وو، چې فراه او کندهار ولايتونو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي دي. د لګېت د مالومات پر اساس چې هوايي بمبار هغه وخت شوی چې طالبانو پر افغان ځواکونو د بريد پلان درلود.