د افغانستان بهرنيو چارو وزارت: ايران کې د افغان کډوالو د وژل کېدو پېښه څېړو

روهي ۰نۍ/۱۶ د غبرګولي)، د افغانستان بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې وېلي دي چې د ایران په يزد ولايت کې هغه پېښه چې په پايله کې يې درې افغان کډوال وژل شوي او څلور ټپيان دي پلټي. 

د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې تهران کې افغان سيفر يزد ولايت ته تللی دی چې د جسدونو د لېږد او ټپيانو روغتيايي وضعيت په اړه له ايراني چارواکو سره وګوري. 

ايراني پوليسو تېره ورځ وويل چې په يزد ولايت کې یې کې يو موټر چې انساني او د نشه يي توکو قاچاق کوونکي په کې ناست وو په نښه کړی او سوځېدلی دی.