په افغانستان کې د چاپیریال ننګونې او حل لارې

د چاپېریال د نړیوالې ورځې په پار
د اقلیم بدلون او د طبیعي افاتو خطرونه
افغانستان له طبیعي پېښو لکه وچکالیو او سیلاوونو سره مخ هېواد دی. سیلاوونه مو نېږدې هر کال د خلکو په ژوند او معیشت او په ملي اقتصاد زیاته بده اغیزه کوي. ملک مو د اقلیم د بدلون په وړاندې زیات زیان منونکی دی او په نړۍ کې د خطرونو په درجه بندۍ کې اتم ځای لري او داسې فکر کېږي چې دا زیان مننه به د تکرار او د شدیدو اقلیمي پېښو له پلوه لا نوره هم زیاتېږي. هغه سکتورونه چې د اقلیم د بدلون په وړاندې زیات زیان منونکی دي عبارت دي له: (۱) کرنه، (۲) انرژي، (۳) د ترانسپورت سکتور په څرګنده توګه د سړکونو زیربناوې، او (۴) د اوبه خور سیستمونه مو د سیلاوونو له کبله. 
 
 د ځنګلونو او نباتي فرش له منځه تلل
د ځنګلونو له منځه تلل په ملک یوه مهمه ستونزه ده، چې مهم لاملونه یې: د سون لپاره د ځنګلونو پرېکول، د چارتراشو قاچاق، د ځنګلونو اور، او د ځمکو د مناسبې او پایداره کارونې لپاره د پلانونو نه شتون یې مهم لاملونه دي. د افغانستان د خاورې ۴۵٪ سلنه له څړ ځایونو جوړه ده، خو د بې رویې څړ او نه مدیریت له کبله څړ ځایونه مو تخریب او نباتي فرش یې له منځه ځي چې له دې ډلې طبي بوټي چې زموږ د صادراتی اقلامو په سر کې راځي، هم له منځه ځي. د ځنګلونو او څړ ځایونو دا تخریب زیاتې بدې اغیزې لري چې ځینې یې دادی: د ځمکو فرسایش او تخریب – د نباتي فرش له منځه تلل، د خاورې ګل ګل او غذايي مواد له منځه تلل چې لمدبل (رطوبت ) نه شي ساتلی، د خاورې جوړښت تخریب او د اوبو جذب نه شي کولی، چې دا کار د ستر تخریبي قوت سیلاوونه رامنځته کوی، د اوبو نه جذبېدل یا ډېر لږ جذبېدل د سطحي او تر ځمکې لاندې اوبو د کمښت لامل کېږي، او سیلاوونه زیات رسوبات له خان سره راوړي، چې د هېواد کانالونه، ویالې، د سیندونو او سیلاوونو بستر او د ابو ذخیرې ډکوي او راتلونکي سیلاوونه کرنیزې ځمکې، سړکونه او کورونه خرابوي، د نباتي فرش کمښت د مالدارانو اقتصاد، معیشت او د مملکت ملي اقتصاد ته زیات زیانونه اړوي. 
 
د اوبو د زیرمو نا مناسبه مدیریت، د اوبو ککړوالی او محیطي حفظ الصحه
افغانستان په نسبي توګه زیاتې اوبه لري، که څه هم د وخت او ځای له مخې نامناسبې ویشل شوې دي. د افغانستان له پنځو دریايي حوضو څخه له څلورو څخه یې نورو ملکونو ته هم اوبه ځي او دا له نورو سره د کار کولو او همکارۍ اړتیا لري. که څه هم اوبه لرو خو افغانستان له یو شمېر ننګونو سره مخ دی تر څو د کورني لګښت، کرنې، صنعت او چاپېریال ساتنې لپاره لکه د چاپیریال ساتنې لپاره په سیندونو کې یوه اندازه اوبه پرېښودل تر څو په هغو کې ژوندي موجودات له منځه ولاړ نه شي. د اوبو ککړوالی په ځینو سیمو کې یوه ستره ستونزه کېدونکې ده، په ځانګړې توګه د کرنې له راګرزېدونکو اوبو (چې رسوبات او کیمیاوي سرې او حشره وژونکي کیمیاوي مواد لري)، صنعتي فعالیتونه ( چې نا تصفیه شوې ککړې اوبه لری او د درنو فلزاتو او هایدرو کاربنونو، او نورو لرونکې وي)، د بدرفت او کورني ضایعاتو مواد ( چې زیات یې بې له تصفیې و سیندونو، کانالونو او ویالو ته وربهیږي). معدنکاري هم د ځمکې او خاورې زیات تخریب کوي او زیات رسوبات ورنه په ځینو ځایونو کې رامنځته کېږي.  
 
د ژوند د تنوع او د ایکوسیستم د خدمتونو له لاسه ورکول
افغانستان د وحشي حیواناتو زیاته تنوع لري، که څه هم د جنګونو، ښکار، او د هغوی د ژوند ځای د تخریب له کبله زیات وجشي حیوانات تر زیات فشار لاندې راغلل او له کمښت سره مخ شول. د افغانستان ځینې سیمې منل شوې چې وتلی ایکالوژيکي سیستم لري، یا د منظرې په لحاظ زیات ارزښت لري او باید ورسره زیات احتیاط وشي کله چې انکشافي پروګرامونه او پروژې هلته پلي کېږي. په ځینو ځایونو کې د ایکوسیستم خدمتونه تر تهدید لاندې دي، لکه د بند امیر سیمه، د قاجار دره، د پامیر لوړې، د نورستان، کنړ، پکتیا او خوست ځنګلونه، د بادغیس او سمنګان د پسته ځنګلونه چې وروستي یې د چاپیریال ساتنې تر څنګ زیات اقتصادي ارزښت او اهمیت هم لري، او اوس د له منځه تلو له تهدیدونو سره مخ دي. 
 
د هوا ککړوالی ( په کور او بهر کې د هوا ککړوالی)
په کور د ننه د هوا ککړوالی د لرګیو، بې کیفیته تیلو، د ډبرو د سکرو او ان د ځینو بې وزلو کسانو لخوا رابرو د سوځول لیدل شوي او د زیاتو روغتیايي ناروغیو لامل شوي دي، په ځانګړې توګه په ماشومانو او ښځو کې. له کوره بهر ککړه هوا چې له ښاري ترانسپورت، جنریتورونو، د ګردونو، معدنکارۍ او صنعت له کبله چې ( ګرد، سلفر دای اکساید، سرب، ارسنیک، او نور غازي مضر مواد خارجوي). په ښارونو په ځانګړې توګه په کابل ښار کې دا ستونزه په ژمي کې زیاتېږي.  
 
د ځمکو تخریب
د ځمکو تخریب، چې د کرنیزو ځمکو د خاورو له منځه تلل د خاورو د فرسایش له کبله په کې شامل دي او ورنه د ځمکې صحرا کېدل پیدا کېږي او یوه ستره ستونزه ده. د ځمکو نا سمه کارونه د ځمکې د تخریب او فرسایش لامل کېږي، د له ونو او بوټو د ځمکې خالي کول، بې پلانه او بې رویې څړ، د سون لپاره د بوټو له بیخه راایستل، په دوامداره توګه په میلان لرونکو سیمو او کمزوره ځمکو کې په غیر فني توګه د للمیو کرل، داسې چې قلبه د کانتور له کرښې سره موازې نه بلکه ورسره په ټکر کې وي، تر فشار لاندې ایکوسیستم سره جلا کوی او د زمانې په تېرېدول سره یې له منځه وړي او په صحرا او بېدیا بدلېږي، په ناسمو ځایونو کې کرنه، ښکارکول، د چارتراشو تر لاسه کول او قاچاق کول او د نورو موخو لپاره د لرګیو غوڅول یې ستر لاملونه دي. د ځنګلونو سون یوه ستره ستونزه ده. د هېواد په ځنګلي سیمو کې کله کله دا ستونزه رامنځته کېږي او زیات ځنګلونه له منځه وړي. 
 
د کیمیاوي موادو اغیزه
د کمیاوي موادو او درنو فلزاتو خوشي کول چې له صنعتي فابریکو او معدنکاریو، کرنې په ځانګرې توګه په ستره او صنعتي کچه زموږ د چاپیریال، اوبو، خاورې، هوا او ځمکې د ککړوالي لاملونه له ځان سره لري. که څه هم زموږ په ملک کې د صنعت د کمې ودې له کبله دا شومه ښکارنده هومره زیاته نه ده، خو ورځ تر بلې د صنعت او معدنکاري د زیاتوالی او د قوانینو او مقرراتو د کمزوري پلي کولو له کبله یو رابرسېره کېدونکی خطر ګڼل کېږي. په کرنه کې کارېدونکي د حشرو ضد دواوې، کیمیاوي سرې چې په بې رویه توګه زموږ په ملک کې کارول کېږي په یوه باالقوه چاپیریالي او روغتیايي خطر بدليږي. د کمیاوي موادو پاته شوني زموږ په کرنیزو توکو لکه مېوو کې که زیات شي نو بیا به افغاني توکي لکه میوې په بهر کې څوک خپل ملک ته پرېنږدي او د ملک دا صادراتي قلم به مو له لاسه ووزي، زموږ سیندونه، ویالې او ان تر ځمکې لاندې اوبه به هم ککړې کړي، په هغو کې به کبان او نورو ژوندي واړه موجودات ووژنی، د اوبو کیفیت به مو زیات خراب شي او زیاتې اقتصادي او روغتیايي ضربې به راکړي. 
 
د چاپېریال او بېوزلۍ (فقر) تر منځ کلیدي اړیکې
د افغانستان په څېر د یوه مخ پروده هېواد لپاره، بېوزلي او چاپېریال سره نېږدي تړلی دي: غریب خلک ممکنه د نورو بدیلونو د نه شتون له کبله، د چاپېریال د تخریب لامل شي. له بلې خوا، یو تخریب شوی چاپیریال ممکن فقر زیات کړي، د مثال په توګه طبیعي زېرمو (منابعو) او د ایکواسیستم خدمتونو ته د نه لاسرسي له کبله زیات امکان شته چې بېوزله خلک لا زیات نور بېوزله شي او د ډېرو نورو له فقره د وتو مخه ډب کړي.
 
د هغو خلکو لپاره چې په غربت کې ژوند کوي چاپېریال زیات اهمیت لری، او بېوزله د خپلې زیان مننې او په طبیعي زیرمو د زیات تړاو او د کمو توانمندیو له کبله چې نه شي کولی له بیروني ټکانونو لکه سیلاونو، وچکالیو او نورو سره  ځان برابر (عیار) کړي، نو د چاپېریال د تخریب او اقلیم د بدلون له کبله زیات په خطر کې دي. تاسو تصور وکړئ، د کابل په یوه له زیات بیره باره، ګردونو او دودونو ډکه جاده کې ناست بېوزله ماشوم چې ټوله ورځ یا د خلکو بوټان رنګوي، یا یو څه پلوري او یا هم ګدايي کوي، زیات به تر خطر لاندې وي که د هغه مالداره کس زوی چې په لوکس ایرکندیشن لرونکی موټر کې شوونځۍ ته ځي او په کور کې هم هر راز پاک چاپېریال، اوبو او خوړو ته لاسرسی لري. ښکاره ده چې بېوزله کسان زیات تر خطر لاندې دي. نو دا روښانه ده چې د فقر کمولو او ورکولو لپاره په چاپیریال ساتنه او ښه مدیریت یې پانګونه ښې لاسته راوړنې لري. خو دا هغه څه دي چې هر څوک یې نه شي درک او تحلیلولی. د دې لپاره  چې – د چاپیریال د ښه والی او پاکوالي دوام خوندي کړو – نو د تلپاتې پراختیا زیاتو موخو (هدفونو) یا (SDGs)ته باید د غوره علمی پروګرامونو په مټ ځان ورسېږو. د اقلیم بدلون کېدی شي زموږ د ملک د بېوزلۍ په کمولو او د اقتصادی ودې دواړو ارمانونو ته تاوان پېښ کړي او همدارنګه به مو په چاپېریال هم بده اغیزه وکړي. دا داسې ننګونې دي چې ورو راځي، زموږ بېوزله او نا لوستي خلک یې نه شي درک کولی او کادرونه، سیاسیون اوچارواکي مو په نورو غمونو کې ورک دي او دې ته د کمو خلکو فکر دی.
 
بېوزله (غریب) څوک دی؟
که څه هم په افغانستان کې زیاتې پیسې کارته پورته شوې، یو شمېر خلک مو زیات شتمن شول، خو تر اوسه د هېواد د نفوسو تر نیمايي زیات خلک د فقر تر کرښې لاندې په بېوزلۍ کې ژوند کوی، په دې کې د ښار د اوسېدونکو او کلیوالو بزګرانو، سړیو او ښخو، بېوزلو او شتمنو ترمنځ توپیر زیات دی. بېوزله کورنۍ په ناانډول ډول په کرنه کې موندل کېږي او زیات د اقلیم د بدلون له ټکانونو او موسمي عوایدو د کمښت له ستونزو سره مخ دي. فقر د جنسیټ قوی اړخ لري، هغه کورنۍ چې ښځې یې مشري کوي زیات امکان شته چې فقیر به وي، په ځانګړي توګه په کلیوالو سیمو کې.  زیان منونکي خلک زاړه، معلول، د اوږدو ناروغیو لرونکي، یتیمان او بې سرپرسته ماشونان، یا هغه ماشومان چې یوازې مور او یا پلار لري. زیان مننه د ټولنې او کورنۍ په توانمندیو پورې تړاو لري چې له بهرنیو ټکانونو او خطرونو سره مقابله وکړي. تر ټولو زیات عام خطرونه د اقلیمي بدلونو او یا طبیعی ناورینونو ( په ځانګړي توګه له وچکالیو او سیلاونو) او د کښتونو له منځه تلو، د قیمتونو د لوړوالي او یا له ناروغیو رامنځته کېږي. 

 
څه باید وکړل شي او څنګه باید وکړل شي؟
د دې لپاره یوازې زاړه سکتوري فرمولونه کارنه ورکوي داسې چې هر وزارت او سکتور د یوازې په ځنګلونو، څړځایونو، د اوبو په تنظیم، د وحشي حیواناتو په خوندیتوب، د ساتل شوو سیمو چې د ژوند د تنوع او اکالوژي له پلوه اهمیت لري، د مالدارۍ، کرنې، اوبه خور، د خلکو د معیشت ښه کولو او نوور سکتورونو کې کار وکړي.
 
سمه او ننۍ په علمی او عملي تجربو ولاړه پوهه داده چې باید په هر اړخیزه توګه او په ګډه ټول اوړونده سکتورونه او ادارې د منظمو پلانونو له مخې کار وکړي. یوازېنۍ لاره داده چې د هېواد چاپېریال ساتنې، د طبیعي زیرمو لکه څنګلونو او څړځایونو، د ژوند تنوع، ایکالوژیکي سیستمونو او د هغوی خدماتو ته زیاته پاملرنه وشي، د منظمو او علمی پروګرامونو له مخې ورباندې پانګونه وشي، او نن سبا د هر اړخیزه واټېر شېد او لنډسکېپ د مدیریت په طریقو یې مدیریت وشي. په دې روښونو کې د اړوندو دولتي او نا دولتی ادارو، اکادیمیکي نهادونو لکه پوهنتونو، مدني ټولنو، ګټه اخیستونکو ټولنو او د هغوی انکشافي شوراګانو، خصوصي سکتور، نړیوالو موسسو، رسنیو او نورو په ګډه کار اړین دی.