د چين او هند کړکېچ: دواړو هېوادونو پر ګډې پولې پوځيان ځای پر ځای کړي او د تيار سئ امر يې ورته کړی 

روهي (جمعه/۱۶ د غبرګولي)، نېږدې يوه مياشت کيږي چې د چين او هندوستان ترمنځ د همالیا ګډې پولې شاخوا کې پوځي کړکېچ رامنځ ته شوی دی. څه وخت وړاندې چين زرګونه پوځيان همالیا ته ولېږل او هلته يې د پوځي بنسټونو جوړېدل پيل کړل. 

هندوستان هم د چين د دغه اقدام په غبرګون کې زرګونه پوځيان لېږلي او همالیا کې يې ځای پر ځای کړي دي. دواړو هېوادونو د همالیا پولې شااوخوا کې خپلو پوځيانو ته د تيار سئ امر کړی دی. 

هندوستاني چارواکي وايي چې د پوځي کړکېچ سره - سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي او ډپلماټيکې هڅې روانې دي چې دغه راپورته پوځي کړکېچ د خبرو له لارې حل پيدا کړي. 

هندي چارواکي د چين پوځ تورنوي چې همالیا کې يې د ګډې پولې اصول مات کړي دي او له د هندوستان خاورې ته وردننه شوي دي.