روهي (جمعه/۱۶ د غبرګولي)، تېره سه شنبه د کابل پوهتنون د شرعياتو پوهنځي استاد او د وزیر محمد اکبر خان جومات خطیب مولوي ایاز نيازی په يو ځانمرګي بريد کې لومړی ټپي او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
وسله والو طالبانو د اياز نيازي له وژل کېدو څو ساعتونه وروسته د نوموړي پر مړينې خواشيني ښوودلې او خپل لاس لرل يې په کې رد کړل. داعش وسله والې ډلې د اياز نيازي د وژل کېدو مسووليت منلی.
د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح بيا پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي وو، چې طالبان نه شي کولی د يو دوه جملو په لېکلو د مولوي اياز نيازي او ورته نورو پېښو له مسووليت ځان خلاص کړي. صالح لېکلي چې دا ډول پېښو ته طالبانو زمېنه برابره کړې ده او همدا ډول د طالبانو او داعش په بريدونو کې توپير شتون نه لري.
د نوموړي جنازه تېره ورځ کابل کې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو حکومتي چارواکو په ګډون خاورو ته وسپارل شوه. ولسمشر غني د حج او اوقافو وزير په مشرۍ يو شپږ کسيز پلاوي ته دنده سپارلې ده، چې د دوکتور اياز نيازي د وېل کېدو قضيه وپلټي.
وروستي