حشمت فنايي د کرونا ويروس له امله ومړ 

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د غبرګولي)، د افغانستان د سېنما پخوانی لوبغاړی او مشهوره څېره حشمت فنايي چې په کرونا ويروس ککړ شوی وو، ومړ. د نوموړي کورنۍ رسنيو د فنايي د مړينې پخلی کړی. 

حشمت فنايي څو ورځې په کرونا ويروس ککړ شوی وو چې پرون يې ساه ورکړه. نوموړی نن ورځ کابل کې خاورو ته وسپارل شو.