ولسي جرګه ولسمشر غني ته: محمود کرزی په فساد ککړ دی؛ ولسي جرګې ته یې د باور رايې لپاره مه رالېږه 

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د غبرګولي)، د ولسي جرګې يو شمېر غړي د ولسمشر غني د کابيني د يو شمېر وزيرانو پر ټاکل کېدو نيوکه کوي او زياتوي چې ځیني څېرې په کې تکراري او ځينې نورې بيا په فساد ککړې دي.

د ولسي جرګې لومړي نائب مېرزا محمد کټوازی د  ښار جوړونې نوماند وزير محمود کرزي په اړه ويلي دي چې نوموړی د کابل بانک د فساد په  قضيه کې تورن دی او تر اوسه يې ياده دوسيه پای ته نه ده رسېدلي. 

نوموړي په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "موږ په دې تړاو جدي غبرګون لرو، که حکومت داسې کسان معرفي هم کړي له ولسي جرګې به رایه ترلاسه نه‌کړي، په حکومت مو غږ هم دا دی چې داسې کسان لکه چې ښار جوړونې وزارت ته معرفي کړي، تر دې ډډه وکړي، ځکه دوی اوس هم فساد قضیه کې ښکېل دي، خو موږ به د ده قضیه وڅېړو چې د کابل‌بانک پورونه‌یې ورکړي که ورباندې پاتې دي."

خو په ورته وخت کې محمود کرزي پر ځان د فساد تورونه رد کړي او ويلي دي، چې د کابل بانک پورونه يې خلاص کړي دي.

ده ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ويلي دي، "د کابل ‌بانک موضوع حل شوې ده، کومې قرضې چې ما اخیستې وې، ټولې مې له ټکټانې سره ورکړې دي، یعنې زه لومړنی کس وم چې هم مې اصلي قرضه ورکړې ده او هم د دوی ټکټانه، نو که چېرې ولسي جرګه اسناد غواړي اسناد به وروړو."