د روغتيا نوي وزير له کرونا وړاندې او اوس مهال د هېواد پر روغتيايي سېسټم نيوکې کړي 

روهي (پنځه/۱۴ د غبرګولي)، د هېواد عامې روغتيا نوي نوماند وزير جواد احمد عثماني د خپل پېژند غونډې په وينا کې ويلي دي چې له کرونا ويروس وړاندې او اوس مهال د د هېواد روغتيايي وضعيت ډېرې ستونزې لري. 

نوموړي افغانستان کې د روغتيايي چويړونه کمزوري او ټيټ بللي دي او ويلي دي چې د لکو باور د هېواد د روغتيا پرسېسټم کم شوی دی. نوی وزير وايي چې خلک له روغتيايي وضيعت تر پوزې راغلي دي. 

عثماني ژمنه کړې ده چې د کرونا ويروس د درملنې برخه کې به پر روغتونونو حارن ډېر کړي. د مور او ماشوم د مړينې کچې د کمښت په اړه نوي یروغتيا وزير په تېر کې شوي کارونه ستايلي دي.

د نوموړي په خبره، د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې روغتیايي چوپړونه د نادولتي موسسو له لوري وړاندې کیږي او په درې روغتونونو کې روغتیايي چوپړونه د عامې روغتیا د وزارت له لوري ترسره کیږي. 

د روغتيا پخواني وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز له پنځه کلن کار وروسته له دندې ګوښ او ولسمشر غني جواد امد عثماني نوی وزير وټاکلو.