ولسمشر غني د المان سفیر ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړ

روهي (څلورنۍ/۱۴ د غبرګولي)، د افغانستان لپاره د المان سيفر پیتر پروګل  دنده پای ته ورسېد او ولسمشر غني سر يې د مخه ښې په مراسمو کې ورته د غازي مير مسجدي خان دولتي یمدآل ورکړل شو. 

دغه لېدنه کې ولسمشر غني  له افغانستان سره د المان سل کلنو تاریخي اړیکو ته په اشارې وویل، په تېرو ۱۹ کلونو کې المان د افغانستان له خلکو سره یو ځای د نویو ارزښتونو، سولې، ابادۍ او نوي افغانستان لپاره مرسته کړې ده.

د ارګ د خبر پاڼې اړوند، کابل کې د جرمني سيفر پیتر پروګل د خپل ماموریت په ترسره کولو خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې ډېر ژر له خپلې کورنۍ سره په داسې حال کې افغانستان ته راستون شي چې سوله تامین شوې وي.