منور شاه بهادري: ولسمشر غني د اساسي قانون لسګونه مادې تر پښو لاندې کړي 

روهي (څلورنۍ/۱۴ د غبرګولي)، د ولسي جرګې د تقنين کمېسيون يو غړی منور شاه بهادري ادعا کې چې ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې اکمنۍ پر مهال د هېواد د شته اساسي قانون لسګونه مادې تر پښو لاندې کړې دي. 

د ولسي جرګې دغه غړی وايي چې د ملي يووالي حکومت جوړېدل په خپله د اساسي قانون تر پښو لاندې کول وو او بيا د نوموړي په حکومت کالونه - کالونه د سرپرستانو له خوا د ادارو مشرۍ چې د اساسي قانون پر وړاندې د نقض ښکاره نښه ده. 

د تقنیني فرمانونه ورکړه او د يو شمېر ادارو په يو بل کې مدغم، د منور شاه بهادري په وينا د اساسي قانون د پښو لاندې کولو نورې نښې دي. 

د يادونې ده چې د ملي يووالي حکومت منځ ته راتګ او بيا د ولسمشر ځيني واکونه اجرائيه رئيس ته ورکول، هغه مهال هم د قانون پوهانو له خوا تر نيوکې لاندې وو او د اساسي قانون نقض بلل شوی وو.