استخباراتي جکړې؟

انسانان د ژوند کولو او ژوند هوساینې لپاره له لسګونه داسې لارو استفاده کوي چې یا هم نورو ته په مادي او معنوي لحاظ  تاوان ورسوي یا هم نورو ته ګټه، چې دا د استخبارتي ستراتیژیو یو معمول جوړ شوی او نړۍ په همدې معمول څرخي تر څو د همیشنۍ پاتې کیدو لپاره یو څه نړۍ ته پریږي یا هم په بل عبارت: نړۍ اړتیا لري چې هر انسان جلا ځانګړنه ولري، ځانګړی ژوند وکړي او د ځان لپاره ځانګړی ماحول جوړ کړي تر څو ترې د ځان خوښئ لپاره ګټور کار واخلي.

هر انسان ځانګړی استخبارات یا د پټ رازونو خزانه ده ځکه چې هر انسان له ځان سره داسې یو راز پټ ساتي چې حتا کله نا کله يې ځپل ځان سره هم نشي تکرارولی چې همدا اړخ په ډیرو نورو اړخونو کې تعریفولی شو چې څرنګه نړۍ کې د پټو جګړو رازونه شتون لري؟

اوس راځو استخباراتو ته او دا باید دا ډول تعریف ته واچوو تر څو ټول پرې پوه شو، کله چې په ژوند کې له یو انسان سره ځانګړې پیښه وشی چې پرته له ده هیڅوک پرې خبر نه وی دا شخص يې د خپل وجود هغې ځانګړې برخې ته اچوي او پکې يې پټ ساتي چې ده ته تر ټولو معتبره وي تر څو همدا راز ځان سره وساتي نو فلهذا ویلی شو چې د یو هېواد استخبارات هم همدا ډول دي چې په حکومت یا نظام کې هغه اړخ چې پرې حساب کیدلی شي تر څو رازونه پټ وساتي او ملت\ هېواد، یعنې خپل وجود ته ګټه ورسوي رول ادا کوي.

راځو د استخباراتي جګړو اړخ ته، کله چې د یو انسان وجود کوم غړی په درد وي مونږ د دفاعي سیسټم په قوت د هغه ځان نښانه پیدا کوو او بیا له هغې وروسته یو بل زګنال شتون لري چې د همدې ځای د ښه کیدو لپاره ډاکټر ته ولاړ شو تر څو يې معاینه کړي او له هغې وروسته د هماغه ځای د ښه کیدو لپاره درمل راکړي تر څو يې درد ورک شي، همدا ډول د نظام نور اړخونه دي او د هېواد استخبارات پکې د دوا ځانګړی رول ادا کوي یا په بل ډول سره که چیرته وجود پټ راز ونه ساتي نو شاید د هغه د مرګ خطر پکې پروت وي البته په دې اړخ کې مکمل وجود له مینځه ځي نو په همدې ډول استخبارات هم دي او کله نا کله چې ټول وجود ته د بدن یو غړی تاوان رسوي هغه غړی باید د وجود نه جلا شي او بیخي له مینځه یوړل شي نو بنا پر دې د نړۍ د پټو جګړو دوه عمده لاملونه دي چې په لمړۍ سر کې مو ورته اشاره وکړه خو په وضاحت سره يې دلته تشریح کوو.

لمړۍ: انساني خواهشات
مونږ په لمړۍ سر کې وویل چې انسانان د خپل ځان هوسا ساتلو لپاره غواړي یو داسې ماحول رامینځته کړي چې دې پکې خوښ وي نو فلهذا داسې ماحول کې حتمن داسې شیان موجود وي چې ته يې باید لرې کړې لکه د یو ښایسته کور جوړول چې کله کور جوړوې نو باید هلته ولاړې ونې چې نورو انسانانو ته اکسیجن ورکوي او د کاربن غاز یا خرابه هوا په خپل وجود کې ذخیره کوي له مینځه یوسي، ځکه ستا اصلي هدف کور جوړونه ده نه ونې کرل نو که بیا کور جوړ کړی حتمن پکې د ونو لپاره یو ځانګړی ځای جوړوي تر څو یې د کور ښکلا لپاره ښه خدمت وکړې.

له دې قضیي دوه ډوله اخز کولای شوو، له یو لوري د ونو له مینځه وړل چې یا ناکاره وي یا هم په داسې ځای کې قرار لري چې د کور جوړښت ته زیان رسوي او بل لور ته بیرته په هماغه کور کې د کور ښکلا لپاره ونې کرل کیږي ځکه چې اړتیا ده تر څو یادې ونې د هوا صفايي رامینځته کړې او مردار غازات خپل وجود کې ورک کړي نو فلهذا د نړۍ استخباراتو خواهشات هم په همدې ډول دي تر څو د خپل کور( هېواد، ملت ) لپاره په داسې ځایونو کې ولاړې ونې له مینځه یوسي چې پکې کور جوړولو ته خنډ وي، ځکه دوي پوهیږي چې ونې ډیرې دي او بیرته که وکرل شي او ښه پالنه يې وشي تر دې بهترینه ونې به په سالمو ځایونو کې را زرغونې شي چې هم به کور ته د ښکلا له اړخه ګټورې وي او هم به انسانانو ته د اکسیجن په ورکړه کې ښه ګټور ثابت شي.

دوهم: د یو انسان خدمت کول ټولنې ته ځکه هر انسان غواړي داسې یو څه ټولنې ته پریږدي چې سلګونه کاله وروسته هم خپل شاوخوا انسانان یا هوسا ژوند وکړي او یا هم دده هغه فکر چې پریښی پر مخ ولاړ شي، خو دلته خبره ددې راځي چې په دې دواړو اړخونو کې یو انسان د ځان هوسا ساتلو لپاره څرنګه د نورو انسانانو په ژوند لوبې کوي تر څو ځان هوسا وساتي؟

وخته مې يې یو مثال ورکړ که چیرته د بدن یو غړی رغیږي نو مونږ يې درملنه کوو که چیرته نه رغیږي نو بیا يې له بدن ځکه جلا کوو چې نور غړي ورسره په ستونزه کې ګیر نه شي او له دې افته په امان و اوسي نو همدا ډول د انسانانو د ژوند فلسفه هم ده، بل لور ته هره مذهبي او غیرې مذهبي ټولنه هم له دې ډول مرض د وجود په امانۍ لپاره هغه غړی پرې کوي چې وجود ته يې تاوان ورسیږي، نو بنا پر دې باید ووایم چې له پاس ټولو خبرو مې نچوړ څه دا ډول دی.

د استخباراتو پټې جګړې تل د خلکو او هېوادونو لپاره په ګټه وي او هر هېواد د خپلو ځانګړو استخباراتو له لوري پرمخ بیول کیږي، چې کله نا کله پکې داسې کړنې رامینځته کیږي چې د خپل کور ونه به هم وهې، د خپل بدن مریض غړی به د نور وجود لپاره هم پرې کوي خو نه به پریږدې چې خپل غړی دی نور بدن ته زیان ورسوي او د ټول بدن ( هېواد، ملت ) په مرګ دې تمام شي.

پټ رازونه څرنګه؟
تاسي به کله لیدلي یا هم اوریدلي وي چې د هند او پنجاب پوځ په کشمیر کې د یو بل لس او شل کسه سرتیري ووژل او پسي  سیاسیون یا د هېواد مشران یو بل ته اخطارونه ورکړي چې دا ډول جګړې ته پټ رازونو جګړه ویلی شو چې د دواړو لورو د استخباراتو له لوري پلان شوي وي او ګټه يې دا وي چې ملت د خپلې هغې ارادې څخه چې لسګونه، سلګونه او یا هم زرګونه کلونه يې د خپل دښمن لپاره په زړه کې ساتلي وي باخبر اوسي.

دوهم اړخ يې دا وي چې هغه ملتونه چې قربانۍ يې ورکړي وي خپلې قربانۍ هیرې نه کړي او یاد ولري چې لا هم دا ملت یا هېواد چې په قوي پرمختګ مخکې روان دی تر څو بیا لويې قربانۍ ته اړتیا پیدا نشي.

نو بنا پر دې که چیرته استخبارات د خپلو ګټو لپاره د خپلو وژنې کولای شي، نو دا یو عادي معمول دی چې د نړۍ د نورو انسانانو وژنه ورته هیڅ ده او په لا پروا ډول به د نړۍ نور انسانان وژني یا د خپل ځان هوساینې لپاره یا د خپل هدف تر لاسه کولو لپاره.