جګړه، سیمیزه او نړیواله افغان وژونکې لوبه!

دا به ډیره پیچیده موضوع وي خو تر پخوا به مو پرې پوهیدنه ځکه اسانه وي چې یا خو مو د روانې جګړې عملي برخه لیدلې او یا هم په جګړه او روانو لوبو مو تر ډیره بریده سر خلاص دی،دا په دې معنا چې مونږ د لوبې لوبغاړي نه بلکې د سوخت هغه لرګي یو چې څوک مو وچوالي ته هم نه پریږدي او لامده مو د اور مینځ ته غورځوي او بیا په اور کې وچیږو او سوزیږو.

جګړه سیمیزه او نړیواله افغان وژونکې لوبه څنګه؟ د خلق پرچم له خپلمنځي ستونزه او سترو تیروتنو وروسته چې څومره خپلسري بغاوتونه شوي دي یا مو په خپلو سترګو لیدلي یا مو د بل له خولې اوریدلي دي او یا مو هم د کتاب په پاڼو کې لوستي دي چې تر ډیره لمړۍ لیدوونکي منظره انسان په ډیر څه پوهولی شي او د حقیقت اصلي برخه هم همدا ده چې په هر هغه څه باید باور وکړې چې په خپلو سترګو يې وګوري په غوږونو يې واوري،خو د ډیرو عمر به دومره نه وي چې هر څه دې په سترګو وګوري او واوري خو دلته دوه نورې خبرې پاتې کیږي چې د بل نه اوریدل او په کتاب کې کتل دي چې تر ډیره بریده دا حالت هم هغه وخت انسان ته قناعت ورکوي چې د حقیقت په بنیاد ولاړه وي.

همداسې کوو، راځو اصل مطلب ته چې سمیزه لوبه څرنګه؟ چا پیل کړه؟ او ګټه تاوان چا وکړ؟
کله چې د ډاکټر نجیب الله حکومت د غربي بلاک لور ته سر ټیټ نکړ او د خپل استقلالیت په محور يې هره پریکړه څرخوله نو د ګاونډي هېوادونو لکه ایران او پنجاب ویره ورځ تر بلې زیاتیدله آن تر دې چې د پنجاب لخوا د جلال اباد جګړه پیل شوه خو د وخت د حکومت د منظمي اردو لخوا ورته ماتې ورکړل شوه او نوره هره لاره پرې مطلق ډول بنده شوه هماغه وه چې غربي بلاک ته مخه کړه او د افغانستان د حکومت د پرزولو نیت يې په عمل بدلیدل غوښتل،په همدې وخت کې له یو لوري ایران چې د خپلو ګټو خوندیتوب يې د افغانستان په جګړه کې کتلو هم مداخله وکړه،د سیمیزو استخباراتو لخوا ډلې ټپلې د غربي هېوادونو په مالي او نظامي مرسته جوړې شوي او د افغانستان په داخل کې خلک واخستل شول بغاوتونه پیل شول د وخت حکومت له جنګي لارې کار وانخست او د سولي لارې ته يې ترجیع ورکوله خو سوله ځکه ناشوني وه چې پلان او ستراتیژي د نورو وه یوازې عمل کول د دوي دنده وه،دلته وو چې سمیزه او نړیواله افغان وژونکي لوبه پیل شوه.

چا پیل کړه؟ مونږ خپله پیل کړه او د سر لوبغاړي يې هم معلوم دي چې څوک دي؟ څه يې وکړل؟ او ولي يې وکړل؟

خو خبره بیرته راګرځوم په دې جګړه کې ګټه چا وکړه؟ زیان چا ولید؟ تاوان چا وکړ؟ البه چې معلومه خبره ده چې جګړه چا په لار اچولې د کومو موخو لپاره يې اچولې هغوي خپلو موخو ته په رسیدو ګټه وکړه او افغان ولس د تل په شان تاوان وکړ چې دا لړۍ تر نن پوري غزیدلي ده،مونږ ډیر باورونه وکړل ډیر مو وستایل او ډیرو ته مو غاړو کې د جګړې د اتلولۍ مډالونه واچول خو دا پوښتنه مو ونکړه چې ایا جګړه ښه شی دی؟ په جګړه کې انسانان ساتل شوي که له مینځه تللي؟ جګړه کې مو له هېواد کنډر جوړ شوی که د ګلونو په چمن بدل شوی دی؟ بس یوازې مو د خپلو شخصي اغراضو په خاطر له بوتل اتل جوړ کړی او د تاواني جګړې خیالي اتلولي مو ولمانځله .

د سیمې استخبارات لکه د پنجاب ای ایس اې او په همدې ډول سپاه پاسدارانو زمونږ له خپل منځي ناورین دومره ګټه پورته کړه چې ځانونه يې د نړیوال سیاست او نظامي ریفورم سیالۍ ته ودرول،اقتصاد يې په ښه ډول کنټرول کړل او خپل بازارونه يې د خپلو فابریکو په تولیداتو سمبال کړل نړیوالو سره يې د اړیکو کچه پراخه کړه او خپلې ګټې د افغانانو د جګړې نه په ښه شان تر لاسه کړې،دا هر څه مونږ په خپلو سترګو ولیدل د تاریخ حافظې ته مو وسپارل خو بیا مو ترې زده کړه ونه کړه او یوازې په خیالي کیسو کې ګیر پاتې شو
مونږ نه غواړو چې ځانونه د نړۍ سیال کړو یوازې غواړو ځانونه د داخلي هغو سیالانو سیال کړو چې نه ملت او نه هېواد ته ژمن وي،سیالي مو هم د ملت او هېواد په ورانۍ کې تر ټولو ډیره ده،دا بدبختي ده او دا بدبختي تل زمونږ د تاوان هغه برخه ده چې لسګونه کلونه يې د ورور وژنې ټغر ته کښینولي یو او لا هم ګرمه روانه ده،د نړۍ په استخباراتو کې یوه هم د امریکا استخباراتي شبکه سي ای اې او بله هم د انګلیس استخباراتي شبکه ایم ای سیکس وه چې ستره ګټه او هغه اهداف چې دوي ځانته ټاکلي وو تر لاسه يې کړل،دا يې لاسته راوړنې وي چې د روسیې قوت يې په دې سیمه کې د څو افغاني ډلو په مرسته مات کړ او د کابل نیولو ته يې لار هواره کړه،د سیمې د کنټرول هغه اهداف چې همدې دواړو شبکو په غاړه لرل په ډیره ځیرکتیا يې تر لاسه کړل او نن يې هغه قوت چې په سیمه کې د امریکا او انګلیس د ګټو ګټو خلاف پروت دی تر ډیره بریده يې کنټرول کړی دی،مونږ دلته هر رهبریت سمبولیک لرو،جوړ شوي اهداف پلي کوو او خپل هیڅ شتون نلري،ځکه لمړۍ باید واک تر لاسه شي او بیا د اهدافو د تر لاسه کولو لپاره درنه مبارزه وشي داسي مبارزه چې په افغاني اصل او په افغاني ارزښتونو ولاړه وي،شخصي ګټي د افغانستان او د افغان ملت په ګټو کې خوندي ولیدل شي،له تیر به مو ډیر څه زده کړي وي او راتلوونکي لپاره هغه اشخاص چې واقعآ ددې ملت لپاره د خپل سر او مال قرباني ورکوي باید په داسي ستراتیژیکه موخه دا قرباني ورکړي چې راتلوونکي کې يې ملت او هېواد ته په ګټه وي نه اشخاصو او پردیو استخباراتي ډلو ته،د نورو ګټو لپاره قرباني ورکول داسي دي لکه د اختر لپاره د یوې کورنۍ لخوا د پسه ساتنه چې کله يې د هدف موقع راورسیږي هماغه ورځ يې ژوند اخلي او بیا د هغه له غوښو خوند اخلي او په وژنه يې د ثواب مراتب تر لاسه کوي.
نور باید خپله تاریخ جوړوونکي و اوسیږو په تیر تاریخ ناز ونکړو او د راتلوونکي تاریخ زرینه برخه په خپل نوم کړو....
و من الله توفیق
د هوسا په ځان بسایه لوی افغانستان په لور