سړه جګړه،شخصي ګټې!



صفت ځواک
د ډیرو کمزورو هېوادونو په تاریخونو کې هم د هغه هېواد د واکدارانو ښي او بدې کړنې ذکر کیږي او راتلوونکي نسلونه په خو ښه او په بدو بد وايي.
راځو د خپل هېواد تاریخ ته چې له میرویس نیکه شروع او د ننۍ دور په ارګمشر محمد اشرف غني پای ته رسیږي،دا سمه ده چې تیروتنې په دې هېوا  کې ډیرې کیږي خو دا چې تاریخې تیروتنې کیږي دا یو له هغو مهمو بحثونو ده چې تاریخ يې نه بښي،مونږ اوس هم د ډیورنډ په لاسلیک چې د امیر عبدالرحمان خان په وخت کې شوی وو امیر عبدالرحمن خان نه بښو او په تاریخ کې مو ورته یو تور ځای ورکړی دی او راتلوونکي نسل ته به همداسې پاتې وي خو ارګ له لمړۍ ورځې چې د هېواد بقا يې د امریکا تر ګټو قربان کړه یوه تاریخې تیروتنه وه چې دا ډول کړنې به يې تاریخ هیڅ وخت هیرې نکړي،ورپسي د ایسوپي تړون وو چې ارګ لخوا د افغانستان له تاریخي دښمن پنجاب سره لاسلیک شو چې د همغې په اساس پختونخوا له افغانستان په حکومتي ډول له لاسه ولاړه خو دا کړنه د ولس په لاس کې ده حکومتونه دا ډول فیصلې له ولس پرته نشي ترسره کولای په همدې دور کې د تورخم دروازه کښینول شوه چې د ولس ساتوونکو لخوا يې ممانعت وشو خو بیرته د ارګ واکدارانو د خپلو شخصي ګټو پخاطر معامله وکړه چې دا معامله په دې نه چې یوازې د افغان په سینه توره کرښه ومنل شوه بلکې د افغان ولس د ساتوونکو په وینو هم معامله وشوه چې دا کړنې ټولې هغه تاریخې تیروتنې دي چې د نن واکدار ته اوس نه معلومیږي خو تاریخ يې هیڅ وخت له یاده نه باسي،له بل پلوه په ارګ کې ناست هغه خلک چې د ولسواکۍ چغې وهي ولسواک نه بلکې شخصي دیکتاتوران یا په بله معنا میراثي واکداران دي چې له پلار يې ځوی او له ځوی يې پلار ته پاتې کیدوونکې ده
ارګیان د ولس په خوښه نه دي ټاکل شوي دوي د یو تفاهم له مخې د هېواد واک په لاس کې اخستی دی او په دې تکل کې دي چې لمړۍ خپلې شخصي ګټې پکې وپالو تر څو چې مو دوران ختمیږي باید همداسې روان و اوسو بیا وایم چې دا یوه تاریخې تیروتنه چې ارګیان يې ترسره کوي،ارګ او په سپیدار ماڼۍ کې ناست واکدران یوازې او یوازې د امریکا ګټو ته ژمن خلک دي،دوي نه یوازې دا چې غواړي په واک کې پاتې شي د هېواد د اتباعو تر مینځ د لري والي لپاره شپه او ورځ د دښمن هېوادونو پروژې پر مخ وړي ځکه چې د ولس په یووالي کې ددوي بقا موجوده نه ده،ارګ د تقسماتو په مورچل اوښتی دی خو له بل اړخه د سپیدار ماڼۍ د تاریخ د تورې بدبختې ورځي نړیوال غل د هېواد د اتل په توګه په ولس مني چې په دې کې نه سپیدار ماڼۍ ته رسوونکی ولس ملامت دی او نه هم ارګ ته د پردیپالو رسوونکی ولس ملامت دی ځکه چې ولس لا دا په خیال کې هم ګرځوله چې سبا به کلکاني هم د زما د هېواد اتل بلل کیږي
که ووایم چې ارګ د بیسیوادانو کور دی نو له بل اړخه به مې د هېواد هغو وګړو سره زیاتی کړی وي چې د خپلې خاورې د ساتنې په موخه شپه او ورځ په سنګرونو کې ناست وي ځکه هغوي د همدې پردیپالو واکدارانو لخوا له تعلیم بې برخې پاتې شوي او د جهاد په نامه د تورې ورځې قرباني يې زغملې ده نن په دې هېواد کې هماغه خلک چې د جهاد تر سپیڅلې نامې لاندې يې د امریکا ایران او پنجاب ګټې ساتلې په واک کې دي څه د سپیدار په ماڼۍ کې ناست دي او څه په ارګ کې ناست دي خو هیچا ترې پوښتنه ونکړه چې تا خو پرون جهاد کاوه اوس دې نفس دومره لوی شو چې د جهاد ثمره د ولس په خولې اخستوونکی ګوله بولې له بده مرغه چې ارګیان تر اوسه په دې نه پوهیږي چې زمونږ هره ګړنه د تاریخ په پاڼو کې ثبت کیدوونکې ده او شاید یا ولس له ما زما په ژوند پوښتنه وکړي او یا سترڅښتن ته ورتلوونکی یم هغه به مې د یو افغان په حق له ګریوان راونیسي
په ټول هېواد کې ولسوالۍ او ولایات د پردیو ګټو لپاره د سقوط سره مخ دي خو په منځ کې عام ولس وژل کیږي،اوس ارګ پروژيي بڼه نیولی ده ددې پر ځای چې په ولس تکیه وکړي په امریکا او نړیوالو تکیه کوي په دې هم پوهیږي چې دلته جنګ څوک تمویلوي او ننۍ سړه جګړه د چا په ګټه او د چا په تاوان ده خو غږ ځکه نه کوي چې له یوې خوا يې واک له لاسه وځي او له بلې خوا يې شخصي ګټې په خطر کې لوییږي،دلته جنګ ځکه تم کیږي چې د امریکا پکې ګټې دي او ارګیان يې ځکه ملاتړ کوي چې ددوي په جنګ کې شخصي ګټې خوندي دي،آمریکا غواړي چې د افغانستان په سړه جګړه کې روس ښکیل کړي چې روس له څو اړخونو په سړه جګړه کې ښکیل شي امریکا به بیرته خپل متحدین ډیر کړي او هغه پلانونه چې له څلویښت کاله راپدیخوا يې د عملي کولو لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړې دلته پلي او عملي کړي نو ځکه يې لمړۍ د داعیش په نامه پروژه راوړه چې په هلمند او اروزګان کې يې راښکاره کړه وروسته يې د حنیف اتمر سره په دې معامله وکړه چې حنیف اتمر به واک ته راولي او په همدې ډول به اتمر د داعش پروژه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې پلي او عملي کوي به يې اتمر ددې پروژې پر مخ وړلو کې ناکام ځکه راغی چې ولس پکې تاوان وو او یوازې دا پروژه د اتمر او څو نورو ارګیانو په ګټه وه
له هغې وروسته د امریکا دوهم پلان دادی چې غواړي روسیه مستقیمآ د اتمر په واسطه د افغانستان په جنګ کې دخیله کړي او خپل شوم اهداف د همدې سړی جګړې له لارې په منځینۍ اسیا کې پلي کړي خو په ارګ کې ناست په نامه مفکرین یوازې د خپلو شخصي ګټو پالوونکي دي خو په دې نه پوهیږي تر څو چې ملي ګټې خوندي نه کړو شخصي ګټې مو خوندي نه دي،ارګ د ډیرو لوبو ښکار دی او دا لوبی شنډول د ولس په ګټه دي په دې لار کې ولس ته پکار دي چې د ارګ دا شیطاني لوبه بنده کړي او له سوړ جنګ د یو هوسا او پرمختللي هېواد په لور حرکت وکړي
د هوسا پرمختللي لوی افغانستان په لور

صفت ځواک