سیوری (لنډه کیسه)   

له دروازې چې وتم مور مې راغږ کړ:
ـ په لاره سمه ځه، ورور به دې چیرته له ملګرو سره ولاړ وي، بیا به جنجال کوي.
له کوره ووتم، لاسي ساعت ته مې وکتل، ډاډه شوم وخت ډېر و، ورو ورو مې قدمونه اخیستل. بې پروا روانه وم چې ناڅاپه مې د ورور خبره رایاده شوه:
ـ چې په لاره ځې ځمکې ته ګوره!

سترګې مې ځمکې ته ټیټې کړې، خپل سیورې ته مې پام شو، له ما سره یو ځای روان و، زه چې ورو شوم هغه هم ورو شو، ما قدمونه ګړندي کړل، سیوری هم تېز شو. خندا راغله، په ژوند کې مې لومړنی شی زما په خوښه روان ولید. لاسونه مې اوږده کړل، چې سیورې ته مې کتل، په څنګ کې مې ورو غږ واورید:

ـ لکه چې په لاره ګډېږې، ولا لالا ته ووایم.
ور ومې کتل، وړوکی ورور مې و، ګوته یې راته خوروله. له دې سره مې سترګې ځمکې ته ټيټې کړې او قدمونه مې ګړندي کړل، سیوری هم راسره تېز شو.
پای