زرکه (لنډه کیسه)

په کور کې مې زړه تنګ و، راډیو مې چالانه کړه، ښه خپرونه مې پیدا نه کړه.  حویلۍ ته ووتم، زړه مې نه لګیدو، کور راته زندان ښکاریدو.  غوښتل مې بېرته کوټې ته ننوزم چې د قفس ټکا شوه، ورومې کتل، زرکه وه، داسې ښکاریده چې زړه یې تنګ شوی. ورور مې د خوراک لپاره ورته اوبه او غنم راوړل، په خپله خوښه یې ورکړل. ورغلم، زما په شان غمجنه وه، زما لپاره همدا يوازينۍ همدرده پیدا شوه، سم مې ورته وکتل، د ځان په څېر راته ښکاره شوه، زړه مې پرې وسوزید، عجیبه دا وه چې تر دې دمه مې په خپل ځان دومره زړه سوزیدلی و.

د ورور غږ مې واوريدو:
ـ پام کوه چې دروازه یې درنه خلاصه نشي، لالا به دې مړه کړي.
ورور مې لاړ، ما نه غوښتل چې زرکه له قفس نه راوباسم، خو چې د هغې معصومو سترګو ته مې وکتل زړه مې پرې وسوزید. د قفس دروازه مې خلاصه کړه، زرکه والوته، په دې وخت کې مې ناڅاپه ورور راغی، د زرکې په لیدو په منډه لالا ته ورغی. زه کوټه کې له ډاره پټه شوم، لږ وروسته مې د ټوپک غږ واورید.

مازدیګر و، حویلۍ ته ووتم، زړه مې په درزا شو، د خور په لاس کې مې زرکه وه، بڼکې یې ترې شکولې، شمال و، د زرکې بڼکې هوا ته پورته کیدلې.
پای