غني او پمپيو پر سولې خبرې کړي

روهي (درې نۍ/۱۳ د غبرګولي)، د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو سره تېر مازيګر د ويډيو کنفرانس له لارې د افغانستان سولې په اړه خبرې وکړې.

دواړو لوريو د مذاکراتو د پيل او جريان پرمهال د اطلاع رسونې په برخه کې په ګډو همکاريو ټينګار وکړ.

په دې ويډيو کنفرانس کې هوکړه وشوه چې په نږدې ورځو کې د سولې پروسه کې په راتلونکو جزياتو کار وشي او په ځانګړي ډول د افغانستان دولت د يو داسې نااعلان شوي اوربند پر میکانیزم چې په هغه کې د لوبې قواعد مشخص شي، ټينګار وکړ.