دفوټبال په یو ورځنیوو سیالیوو کې دمڼې لوبډلې لومړی مقام د ولایت والي

 
دمیدان وردګو ولایت په مرکز میدانښار کې د ولایت والي دمڼې د ټیم په نوښت
او دسپورت امریت لخوا په لاره اچول شوې د فوټبال یو ورځنۍ سیالۍ دولایت
مقام د مڼې ټیم، د بیارغاونې ټیم ترکانو او میشتو امریکایي ځواکونو ته د
۳ د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه او دنوموړو سیالیوو جام یې ترلاسه کړو.
دفوټبال دغه یو ورځنۍ سیالۍ په ولایت کې دافغان حکومت او میشتو نړیوالو
ځواکونو دښې همغږۍ په موخه دمڼې ټیم په کپتانۍدولایت والي محمد حلیم
فدایي ،دترکانو ټیم په کپتانۍ الف اشکیلی او دایساف ځواکونو ټیم په
کپتانۍ چمبر برخه درلوده دسپورت امریت لخوا په لاره اچول شوې وي چې
لومړی ولایتي بیارغاونې ډلې ترکانو او میشتو امریکایي ځواکونو ترمنځ
سیالي وشوه چې امریکایي ځواکونو ۳ دصفر په مقابل کې د ترکانو څخه ماتې
وخوړه، دلوبې په دویمه سیالۍ کې د ولایت والي دمڼې ټیم د ولایتي ډلې
ترکانو سره په زړه پورې سیالي وکړه چې ترکانو ۳ دصفر په مقابل کې دمڼې
ټیم څخه ماتې وخوړه.
دمیدان وردګو والي محمد حلیم فدایي د مډالونو ویش په مراسمو کې وویل
دخوښۍ ځای دي چې موږ له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د خوښیوو په مراسمو کې
دلته راټول شوې یوو، حال داچې پخوا به همدغو لوبغالو در وازې دځوانانو
پرمخ بندې او یوازې دانسانانو دتوهینولو او وژلو پر وخت به خلاصېدي،
ښاغلي فدایي دسپورت مینوالو سره ژمنه وکړه چې دولایت په ټولو ولسوالیو کې
به د سپورت اسانتیاوې ټولو ځوانانو ته برابروي.
په پای کې دښاغلي والي، دولایتي شورا غړو او دسپورت مېنوالو لخوا په
ګټوونکي لوبډلې کپونه او هم دلوبې په غوره لوبغاړو مډالونه او تجفې
وویشلې.
دیادونې وړ ده چې دمڼې ترنامه لاندې ولایت والي په مشرتوب نوې جوړ شوې
ټیم په په نژدې راتلوونکي کې دولسوالیو او دکاونډویو ولایتونو سره
دفوټبال په سیالیو کې کډون وکړي.
داکلیک کړﺉ : http://www.mwardag.gov.af