ایا د کورونا څخه روغ سوي کسان دوباره په یاد مرض مبتلا کېږي؟

ددې معما د حل لپاره چي آیا د کورونا څخه روغ سوي ناروغان (recovered patients) بیا په یاد مرض مصاب کېږي (reinfection)، KCDC) دجنوبي کوریا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي اداره) 163 هغه مریضان چي د کورونا وژونکي ناروغۍ څخه روغ سوي وه؛ خو ټسټ یې بیا مثبت سوی وڅېړل.

په لنډ ډول پر علمي څېړنو او دلایلو ولاړي فرضیې:
۱ : یاد کسان چي د ناروغۍ له له تېرېدو بیا ټسټ مثبت وي کېدای سي د وایروس پاتي شوني په وینه کي موجود وي او ټسټ مثبت وښیي؛ځکه ساینس پوهانو د یادو کسانو وینه د وایروس لپاره کښت کړې وه خو وایروس پکښې نه وو موجود.

د معمول په څېر جنوبي کوریا هم د Covid19 د تشخیص لپاره د RT-PCR څخه استفاده کوي چي د وایروس د جنیتیکی موادو په مقابل کي ډېر حساس(sensitive) دی نو د کورونایي مریضانو د روغېدو وروسته هم کېداسي د وایروس جنیتیکی ماده په وینه کي موجوده وي او د ټسټ د زیات حساسیت په خاطر مثبت وښودل سي.

دا فرضیه د چین د تنفسی ناروغیو یو لوی مجرب هم تائید کړې چي په وینه کي د وایروس ذرې (fragments) پاته وي او ټست مثبت ښودل کېږي.

۲: کېداسي د ټسټ تخنیک غلط وي یعنی false، positive یا false negative وي.
د روغتیا نړیوال سازمان(WHO): هغه څوک چې مخکې  په کورونا اخته سوی ږي، کاملاً د ثانوي ناروغېدو(reinfection) څخه مصؤن ندی.