د پلاستیکي وسایلو استعمال مو بې اولاده کوي

نوي څیړني ښيي، په پلاستیکي لوښو کې یوه خاصه ماده وجود لري؛ چې د سپرمونو د مرګ سبب کیږي.
دا ماده Bisphenol A نومیږي، نوموړې ماده په پلاسیکي قطیو او اوبو بوتلونو کي استعمالیږي.

نوې څیړنې ښئي ؛ چې نوموړې ماده د انسان اندوکراین سیسټم وظایف مختل کوي چې په نتیجه کې د مور په خیټه کي ماشوم د مړیني، وخت له مخکي د هلک بلوغیت او د سپرمونو د کمښت لامل کیږي.

د Bisphenol A مخنیوی ځکه مشکل دی چې انسان د ژوند په هره برخه کې د پلاستیکي وسایلو سره لاس او ګریوان دی.
93 سلنه امریکایان په خپل بدن کې Bisphenol A لري؛ لکه څنګه چې پلاستیک وسایل Bisphenol A څخه غني دي. د کچرې په شکل سیندونو او سمندرو ته لیږدول کیږي او د کبانو تغذیه برابروي او بیرته په سایکلیک ډول د کبانو د غوښې څخه په استفادې د انسان بدن ته انتقالیږي.

یوه نوې څیړنه چې د انګلستان په EXERTER پوهنتون کې ترسره شوې او په british medical journal کې خپره شوې ثابتوي، چې ۹۴ سلنه ځوان انګریزان تر نارمل اندازه کم سپرمونو لري؛ پدې څیړنه کې ۲۵۰۰ کسانو ګډون کړی وو، یاد کسان مجبوره کړل شوي وو، ترڅو د پلاستیکي وسایلو څخه استفاده وکړي؛ خو بیاهم د ګډون کوونکو ۸۴ سلنه په بدن کې Bisphenol A وجود درلود چې دا ثابتوي په پرمختللو هیوادونو کې چې غذایی مواد یې په پرمختللو تکنالوژي پروسس کیږي او په زیات مقدار Bisphenol A لري؛ په نتیجه کې د پر مختللو هیوادونو زیات شمېر خلګ د بې اولادی شپې او ورځي تیروي.