ولسمشر غني فيروز الدين فيروز له دندې ګوښه او احمد جواد عثماني يې ځای ناستی کړ

روهي (یوه نۍ/۱۱ د غبرګولي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د عامې روغتيا پخوانی وزير ډاکټر فیروز الدین فیروز له دندې ګوښه کړی او پر ځای يې ډاکټر احمد جواد عثماني د چارسمبال وزير په توګه ټاکلی دی. 

ډاکټر فیروز الدین فیروز پنځه کاله د عامې روغتيا وزير وو چې تېره ورځ د ناڅرګند لامل پر بنسټ له دندې ګوښه شو. فيروز الدين فيروز له دې وړاندې د مشرانو جرګې له خوا لویې څارنوالۍ ته معرفي شوی وو. 

ډاکټر احمد جواد عثماني به د عامې روغتيا د سرپرست وزير په توګه کار کوي چې وروسته به ولسي جرګې ته د باور رايې لپاره ور وپېژندل شي.