افغان حکومت ۷۱۰ طالب بنديان خوشي کړل 

روهي (يوه نۍ/۱۱ د غبرګولي)، د دوزه زره طالب بنديانو د خوشي کېدو په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان اړوند افغان حکومت ۷۱۰ نور طالب بنديان هم د څرخي پل او بګرام له زندانونو ازاد کړل.

د ملي امنيت شورا د مالوماتو اړوند چې حکومت به يو شمېر نور طالب بنديان هم ازاد کړي او دې سره به د ولسمشر محمد اشرف غي  هغه فرمان چې  له مخې يې دوه زره طالب بنديان ازاديږي بشپړ شي. له دې وړاندې افغان حکومت د ولسمشر غني د فرمان اړوند د کوچني اختر په ورځو کې زر طالب بنديان خوشي کړي وو.

طالبانو هم د دوه زره طالب بنديانو د خوشي کېدو هرکلی کړی وو. طالبان وايي چې دوی هم تر اوسه ۴۲۰ د افغان حکومت بنديان ازاد کړي  دي. نړيوالې ټولنې د بنديانو خوشي کېدلو هرکلی کړی خو په ډېر شمېر د طالب بنديانو خوشي کېدل يې قمار بللی. 

تېره ورځ د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم په يوې خبری ناستې کې وويل، چې د بنديانو خوشي کېدل د باور فضا رامنځ ته کوي او د سولې خبرو لپاره لار پرانېزي.