دا چې افغانستان د څو لسیزو راهېسې د جنګ او جګړو سره لاس او ګریوان دی، افغان ملت او افغان خاوره ددې جګړو څخه سخت زیانمن شول.
دا چې اوس د بین الافغاني خبرو پیل لپاره ځینې ګامونه واخېستل شول، دا ګامونه موږ پۀ نېک فال نېسو.
د طالبانو لۀ لورې د اختر پۀ دریو ورځو کې د اوربند اعلانول او ورسره د ولسمشر محمد اشرف غني لۀ لورې (2000) دوه زره طالب بندیانو خوشې کول او د طالبانو لۀ لورې یې هرکلی اړین او مهم ګامونه دي.
د یو او بل لورې(افغان دولت/طالبانو) دا ډول هڅې د ستایلو وړ دي، نۀ یوازې دا چې د ستایلو دي، بلکې پر یو بل باندې د باور او اعتماد رامنځته کولو لپاره بهترین فرست دی.
موږ پۀ ټول تاریخ کې د یوې داسې موقع پۀ لټه کې و، چې لۀ امله یې سولې او اعتماد ته لار هواره شي، چې دا موقع او فرست موږ ته پۀ لاس راغلی دی.
کله چې د طالبانو لۀ لورې د اختر پۀ دریو ورځو کې اوربند اعلانېږي او افغان ولسمشر محمد اشرف غني د (2000) دوه زره طالب بندیانو د خوشي کولو خبر ور کوي، نو ور سره همهاله پۀ کور د ننه او پۀ نړیواله کچه ځينې غبرګونونه هم راپورته کېږي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د سولې او ملکیانو د خوندیتوب د برخې رئېس انتظار خادم وايي" موږ د بین الافغاني خبرو پیل لپاره هيڅ خنډ نۀ ګورو، فکر کوو قرایین ښایي چې موږ ورو ورو او قدم پۀ قدم بین الافغاني خبرو ته نږدې شوي یو او هېڅ داسې دلیل نشته چې بین الافغاني خبرې پیل نشي."
طالبانو پۀ دې اړه تر اوسه څۀ نۀ دي ویلي، خو پۀ تازه ګام کې طالبانو پۀ کندوز او بغلان ولایتونو کې د افغان دولت (80)افغان سرتېرې خوشې کړل.
پۀ عینې حال کې د طالبانو یو پخوانی چارواکی سیداکبر اغا اوسنۍ د باور فضاء بې ساري بولي.
نوموړی وايي: "دواړه خواو ته لازمه ده، چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي، لۀ دې ورهاخوا افغانان هم باید پۀ دواړو طرفو فشار واچوي، څو بین الافغاني خبرې پیل شي."
دغه حالت ته پۀ کتو داسې ښکاري، چې بین الافغاني خبرې ژر پیلیدونکې دي، افغان وګړي تر هر وخت ډېر اوس خوشبین دي، چې دا ځل به ضرور افغانستان د سولې څښتن کېږي.
د (2000) دوه زره طالب بندیانو د خوشې کېدو پۀ اړه د غرب جاسوسان او غربي سیاستوال پۀ لوی لاس د بې باورۍ خبرې او تبصرې کوي.
ځینې نړیوال څارونکي وايي: د دومره ډېر شمېر طالب بندیانو خوشې کول یو لوی قمار دی.
دا اندېښنې دا دي، چې د حکومت لۀ خوا پۀ بیساري شمېر د طالب بندیانو خوشې کول ښایي هغه قمار وي، چې حکومت به لۀ طالبانو سره د خبرو پۀ راتلونکو پړاوونو کې کمزورۍ کړي او طالبانو ته به د جګړې پۀ ډګر کې نور ځواک ور کړي.
دوی دا اندېښنه هم لۀ ځانه سره لري، چې هسنه چې همدغه خوشې شوي، طالب بندیان یو ځل بیا وسلۀ پورته کړي چې دا کار هم سیاسي او هم پوځي خطر لۀ ځان سره لري.
خو که موږ غواړو چې رښتینې سولې او روغې جوړې ته ورسیږو، نو ضرور باید دغه ډول قربانۍ ور کړو، د غرب جاسوسانو تل داسې مهم او اړین وخت کې داسې څرګندونې کړې، چې د افغانانو او افغان چارواکو ذهنونه یې محشوش کړي دي.
زۀ فکر نۀ کوم، چې هغه بنديان چې لس او یا اته کاله یې پۀ زندان کې تېر کړې وي، هغه دې بېرته وسله واخلي.
طالبان هم نور لۀ جنګه ستړي دي، دوی هم اوس پۀ دې پوه شوې دي، چې پۀ جنګ کولو یو اړخ هم بریا نشي تر لاسه کولای.
نو د طالب بندیانو خوشې کېدل قمار نه، بلکې سولې ته یو ګام نږدې کېدل دي!
افغان دولت او طالبانو ته پکار دي، چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي، تر څو افغانان او افغانستان د سولې څښتن شي.
هغوی چې پۀ اوسني حساسو شرایطو کې د سولې اړوند منفي خبرې او تبصرې کوي، دا پۀ لوی لاس د سولې روان بهیر ته زیان رسول دي.
زموږ هیله دا ده، چې طالبان او افغان دولت دې د غرب جاسوسو کړیو منفي خبرو او تبصرو ته ارزښت نۀ ورکوي، بلکې د تل پاتې سولې لپاره دې خپلې نهايي هڅې وکړي، تر څو افغانان پۀ یووالي او اتفاق کې ژوند وکړي او نور وینه بهدنه بنده شي.
وروستي