امرالله صالح: د پښتو ژبې تر ټولو غوره مبارکي د پښتو ژبې زده کول دي چې ما دا کار کړی دی 

روهي (نۍ/۱۰ د غبرګولي)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د پښتو ژبې د نړيوالې ورځې د مبارکۍ په ترڅ کې ويلي دي چې دغه ژبې ته ترټولو غوره مبارکي د دغه ژبې زده کول دي چې ما دغه کار کړی دی. 

نوموړي پر ټوېټر ليکلي دي، "بهترین مبارک باد به روز زبان پشتو یاد گرفتن آن است. کاری که من کردم. 
د پښتو ژبې ورځ مبارکۍ غوره لاره  دپښتو زده کړه ده.د پښتو درناوی او زده کړه تاسو ته د ټول افغانستان لید وړاندې کوي."

د امرالله صالح ترڅنګ د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله  او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور هم پر خپلو فېسبوک پاڼو د پښتو ژبې مبارکيانې ليکلي دي. عطا محمد نور ليکلي دي چې د پښتو ژبې د ژباړې پر ودې بايد کار وشي.