ايراني عسکرو له ۱۲ کالونو کم عمره افغان ماشومان هم سيند ته غورځولي 

روهي (جمعه/۹ د غبرګولي)، د قرباني افغان کارګرانو کورنۍ وايي چې ايراني پبوله ساتو ځواکونو نه يوازې ستر عمره کسان بلکې تر ۱۲ کالونو عمره ماشومان هم سیند ته غورځولي دي. 

د افغانستان د بشريی حقونو کمېسيون مرستيال نعیم نظري هم رسنيو ته ويلي دي چې څېړنو موندلې ده چې ايراني عکسرو له ۱۲ کالونو کم عمره لرونکي افغان ماشومان  هم سيند ته اچولي دي.

په ورته وخت کې هرات والي وحيد قتالي وايي چې د دوی پلټنې او څېړنې روانې دي چې ژر به يې پايلې شريکې کړي. ايران ځو ورځې وړاندې د دغه قضيې د څېړنې لپاره کابل ته پلاوی را ولېږو. 

د غوايي مياشتې په ۱۳ نېټه ايراني پوله ساتو ځواکونو يو شمېر افغان کارګران سيند ته واچول چې د افغانستان په شمول د نړۍ د ځينو هېوادونو غوصه يې راپورته کړه.