روهي (پنځه نۍ/۸ د غبرګولي)، قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي دي چې د حکومت له خوا د طالب بنديانو خوشي په پار د دوی یو پنځه کسيز پلاوی کابل ته تللی دی. ويل شوي دي چې دغه پلاوی به د طالبانو بنيدانو د پېژندنې چارې تر سره کړي.
نوموړي پر ټوېټر ليکلي دي، "د افغانستان داسلامي امارت یو ۵ کسیز تخنیکي ټیم د بندیانود خلاصون په مقصد دهغوی د تصدیق او تثبیت لپاره کابل ته استول شوی دی. یاد ټیم به په تخنیکي برخه کې د بندیانو ستونزو ته رسیدګي کوي."
افغان حکومت هم ويلي دي چې د افغان حکومت فني پلاوی او طالب استازي به د بنديانو د خلاصون پبه اړه سره ګډ کار کوي. د ولسمشر ویاند صديق صديقي ويلي دي چې افغان حکومت د اوربند او سولې خبرو د پیل لپاره هر بل مهم ګام اخېستو ته هم تيار دی.
افغان حکومت له اختر وړاندې زر طالب بنديان خوشي کړي وو خو ولسمشر محمد اشرف غني د اختر په ورځو کې فرمان ورکړ چې دوه زره طالب بنديان دې خوشي شي. د کوچني اختر په درېيو ورځو کې افغان حکومت زر طالب بنديان ازاد کړل.
طالبانو د افغان حکومت له خوا د دوه زره طالب بنديانو د خوشيی کېدو پرېکړې هرکلی کړی او ويلي دي چې دوی به هم په ورته اقدام لاس پوري کړي.
وروستي