روهي (پنځه نۍ/۸ د غبرګولي)، ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني سفير محمود صيقل پکتيا کې د شهيد ډاکټر نجيب مقبرې ته د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب ورتګ ته منفي غبرګون ښوودلی.
نوموړي په ټوېټر ليکلي دي، "کله چې له يو هېواد عدالت لاړ شي نو د هېواد خرڅونکو او قاتلانو په قبرونو د ګلونو ګېډۍ کېښودل کيږي. درغلي کوونکي، متعصب او قوم پالونکي منځلاري او مصلحت لرونکي جوړيږي او د هېواد مهمې امنيتي څوکۍ نېسي. ...."
د محمود صقيل دغه ټوېټ ته هم خلکو څرګندون کړي دي او نوموړي ته يې ليکلي دي چې د هېواد يوې علمي او سياسي څېرې په داسې سپکو کلمو لېکل نه دي په کار.
وروستي