د ډاکټر نجيب الله قبر ته د حمد الله محب ورتګ په اړه د رحمت الله نبيل غبرګون 

روهي (پنځه نۍ/۸ د غبرګولي)، د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب پکتيا ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د اختر په درېيمه ورځ د افغانستان پخواني ولسمشر شهید ډاکټر نجيب الله مزار ته هم تللی او ورته يې د ارامۍ دعا کړي. دا په تېرو ۲۵ کالونو کې لومړی ځل دی چې يو لوړ پوړی حکومتي چارواکی د ډاکټر نجيب الله مزار ته ورځي. 

د شهيد ډاکټر نجيب الله له مزار د حمد الله لېدنې په اړه په ټولنيزو رسنيو خلکو بيلا بېل غبرګونونه ښوودلي دي. د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبيل پر ټوېټر ليکلي دي، چې راځې چی حد اقل د یو او بل قبرو ته احترام وکړو. 

"‏بسی گفتند و گفتیم از شهیدان
شهیدان را شهیدان می شناسند


په نهایت کې د دې خوارې خاورې آواز واوریدل شو. 
څه زده کړه مو بايد له ٤٠ کلن ناورین څخه کړي وي چې؛ نور به افغانستان خپل تاریخ پخپله لیکي او ارزښتونه به د بل په لمسون نه تعريفوي! راځې چی حد اقل د یو او بل قبرو ته احترام وکړو!


رحمت الله نيبل له دغه ټوېټ سره د ډاکټر نجيب الله يو پخوانی انځور چې نبيل په ۲۰۱۸ کال کې پورته کړی وو "په مزار مې داسې چوپ ولې تيريږې     تورې خاورې خو اواز کولی نه شي" هم پورته کړی دی.