د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجيب الله له مړينې وروسته چې نېږدې ۲۵ کاله کيږي په لومړي ځل يو لوړپوړی حکومتي کس پکتيا کې د نوموړي مقبرې ته ورځې او دعا ورته کوي. پکتيا کې د ډاکټر نجيب الله قبر ته د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب ورتګ بيلا بېل غبرګونونه راپورته کړي دي.
پر فېسبوک او ټوېټر ډېری کسانو د حمد الله محب د دغه کړنې هرکلی کړی او ډاکټر نجيب الله يې د افغانستان زړه سوانده، سولې ته ژمن، هېواد پاله او د ملي ګټو پلاوی ولسمشر بللی. يو شمېر کسانو ليکلي دي چې حمد الله محب يو زورور حرکت وکړ او د خلکو زړونه يې لاس ته راوړل. يو شمېر نورو بيا د حمد الله محب دغه کړنې ته منفي غبرګون ښوودلی او پر ډاکټر نجيب الله يې د کمونېسټ ټپه تازه ساتلې ده.
پکتيا ولايت ته د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب سفر رسمي وو، خو دا چې د ډاکټر نجيب الله قبر ته د حمد الله محب سفر د اجنډا برخه وه او کنه په اړه يې څه نه دي ويل شوي. د ملي امنيت شورا په خبرپاڼه کې د ډاکټر نجيب الله قبر ته د حمد الله محب د ورتګ په اړه څه نه دي ويلي شوي. د ملي امنيت شورا خبرپاڼه کې لېکل شوي.
"د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن له غرمې مخ کې د پکتیا ولایت د امنیتي، حکومتدارۍ او پرمختیايي وضعیت د ارزونې په سفر کې د یاد ولایت د نظامي او ملکي چارواکو سره په جلسه کې د هغوې غوښتنې او ستونزې واوریدې.
د ناستې په پیل کې د پکتیا ولایت والي شمیم خان کټوازي وویل، سره له دې چې د کرونا وایروس خپریدا او امنیتي مشکلاتو د پکتیا ولایت محلي حکومتداري له یو شمېر وړو ستونزو سره مخ کړې، خو د پکتیا ولایت امنیتي او د ملکي خدماتو ارائیه د تیرو کلونو په پرتله ښه شوې او د امنیتي ځواکونو مورال اوچت شوی دی، خو د وضعیت د لا زیات ښه والي په موخه ضرورت دی، چې د یاد ولایت نظامي تشکیلات او امکانات زیات شي.
د امنیتي غونډې په پای کې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د پکتیا ولایت له ملکي او نظامي چارواکو نه مننه وکړه او وویل، حکومت د قانون په تطبیق او مجرمینو سره په مبارزه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه بشپړ ملاتړ کوي، ځکه د سرتیرو څخه په دفاع کې زموږ او زموږ د نظام عزت دی.
ښاغلي محب زیاته کړه چې د تروریزم سره په مبارزه او زموږ د خلکو څخه په ساتنه کې زموږ د امنیتي سرتیرو هڅې او مبارزه د ستاینې وړ دي او دولت ژمن دی، چي ستونزو ته یې رسیدګي وکړي."
د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل هم د ډاکټر نجيب الله قبر ته د حمد الله محب د ورتګ په اړه رسنيو ته ويلي دي چې دی مالومات نه لري چې دغه چاره په شخصي او که په رسمي ډول تر سره شوې ده.
سياسي شنونکي بيا وايي چې حمد الله محب په يو رسمي سفر پکتيا ولايت ته تللی وو او دا شونې نه ده چې د يو رسمي سفر په ترڅ کې شخصي چارې تر سره شي. دوی ډاډمن دي چې له ولسمشر غني سره په سلا او مشورې حمد الله محب پکتيا کې د ډاکټر نجيب الله مزار ته وراغلی.
بيا له بلې خوا د پکتيا ولايت د رسنيو دفتر په خبرپاڼه کې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله قبر ته د حمد الله محب د ورتک او زيارت يادونه شوې ده. خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "..... ښاغلی محب د خپل سفر په پای کې د هېواد د پخواني جمهور رئیس شهید دوکتور نجیب الله مقبرې ته ورغی او د نوموړي روح ته یې د ارامۍ دعا وکړه."
د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله لور هيلې نجيب پر ټوېټر ليکلي دي، "زه د ښاغلي @hmohib او ښاغلي @ShamimKatawazi صاحب نه ډیره مننه کوم چه زما د پلار او زما د تره مقبرو ته ورغلي وو. خداي دی زما د پلار او تره په حق کې ستاسې دعاګانې قبولې کړي او خدای دی وکړي چه زمونږ هيواد ته يو دايمي سوله شي. کور مو ودان."
انګېرنه دا ده چې د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب پکتيا ولايت ته د خپل سفر په اجنډا کې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله له قبر څخه لېدنه هم شاملې وه او دا چاره په رسمي ډول تر سره شوې ده.
وروستي