له خالده تر محبه؛ ډاکټر نجيب شهيد او د سولې اتل دی 

له خالده تر محبه؛ ډاکټر نجيب شهيد او د سولې اتل دی 
ډاکټر نېک محمد ويال 

که څه هم د هېواد پخوانی ولسمشر ډاکټر نجيب الله په لويه سياسي او حکومتي کچه د کمونېست په ټپه تورن او د نفرت وړ دی، خو د عام ولس د يوې سترې برخې او په ځانګړي ډول د ځوانانو په زړونو کې يې د پرېمانه منفي، بد تبيلغ سره - سره ځای ځانګړی، د دروناوي، قدر، وياړ او احترام وړ دی. 

ډاکټر نجيب الله په حکومتي او رسمي ډول ځکه د نفرت وړ دی، چې اوسني حکومت کې ډېری لوړپوړي کسان او سياسي ټولنه کې سياسيون هغه کسان دي چې د نوموړي د حکومت پر مهال يې ورسره وسله وال مخالفت درلود او جګړه يې کوله. محمد محقق، کريم خليلي، حامد کرزی، عبدالله عبدالله، ګلبدين حکمتيار، تورن اسماعيل خان، عطا محمد نور، جمعه خان همدرد، عبدالرب رسول سياف، پير سيد حامد ګيلاني او نور د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله پر وخت پاکستان، ايران او يا هم افغانستان کې د مجاهد په نوم جګړه کې وو. دغه سياسي څېرې په خپله او يا هم د نورو د لمسون پر اساس هغه وخت هم د ډاکټر نجيب الله مخالف وو او اوس مهال هم دي. 

ولس ته د ډاکټر نجيب الله د سياست لومړي پړاونه چې دی په کې د خلق ګوند مخکښ غړی وو، ايران کې سفير شو، د خاد رئيس شو او نورې دندې يې درلودې د علاقې وړ نه دي او ښايي چې ډاکټر نجيب الله هم د نورو سياستوالو په ډول په کې تېروتنې کړې وي. ولس د ډاکټر نجيب الله هغه دوره زرينه بولي، چې دی په کې ولسمشر شو، روسان ووتل او په وار - وار یې د سولې وړاندېزونه د جګړې ښکېلو ډولو ته وکړل. ډاکټر نجيب الله دا چيغه پورته کړه چې جګړه نيابتي ده؛ د روس، امريکا، سعودي عربستان، ايران او پاکستان ګټو ته افغانستان بايد کنډواله نه کړو. 

افغان ولس او په ځانګړي ډول پښتانه هغه وخت ګيلامن کيږي، چې د کورنيو جګړو ښکېل او انسان وژونکي؛ احمد شاه مسعود ملي اتل، عبدالعلي مزاري د ملي يووالي شهيد، برهان الدين رباني د سولې شهيد، قسيم فهيم مارشال، جنرال دوستم مارشال او نور هم په کې معنوي او مالي شتمن وسي، خو ډاکټر نجيب دې په کې تل عمره کمونېسټ وي. د پښتنو اند دا دی چې که ډاکټر نجيب الله کمونېسټ وو، امان الله خان باندې هم د سېکولر تور پوري کيږي، ګلبدين ته هم راکېټيار او د کابل قصاب ويل کيږي، ملا عمر چې ښه جهاد يې کړ ترهکر په نوم شو، کرزی چې ويجاړ افغانستان کې راپورته کړ ورته لس ډول نومونه اخېستل کيږي.... لنډه دا چې پښتون کې که کمونېست وي، که اسلام پاله وي، که ديموکرات وي، که هېوادپاله وي، که سخت دريځه وي، که مجاهد وي، که سېکولر وي، او که منځلاری وي، خو نور ته به د منلو نه وي او په يو نه په يو نوم به يې په بد ډول يادوي. 

ځوانان له پښتنو د تاجک، ازبک او هزاره په ډول يووالي غواړي، چې کمونېست، مجاهد، اسلام پاله، ديموکرات، سېکولر ..... ته په يو غږ احمد شاه مسعود ملي اتل، عبدالعلي مزاري د ملي يووالي شهيد او رهبر، برهان الدين رباني د جهاد ستوری، جنرال دوستم قهرمان قومندان او جنرال دی. 

له نن څو مياشتې وړاندې د ملي دفاع چارسمبال وزير اسد الله خالد په رسمي وينا کې ډاکټر نجيب الله ته د شهيد کلمه وکاروله او پوځيانو ته يې وويل چې د سر ورکو او سنګر نه، شعار چې د شهيد ډاکټر نجيب الله شعار وو ژوندی کړئ. بيا تازه تېره ورځ د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله  محب پکتيا ته لاړ او هلته يې د ډاکټر نجيب الله مزار ته دعا وکړه او د نوموړي روح ته يې د ارامۍ دعا وکړه. محب دا ژمنه هم وکړه چې د ډاکټر نجيب الله مزار به ورغوي. 

پکتيا کې د ډاکټر نجيب الله په نوم د منار نومول، رسمي ناسته کې د ملي دفا وزير له خوا ډاکټر نجيب الله ته د شهيد کلمې ويل او ډاکټر نجيب الله مزار ته د پکتيا ولايتي مسوولينو په شمول د ملي امنيت شورا د برحاله سلاکار ورتلل، دا په ګوته کې کوي چې هېواد کې د قوم پالنې مسلط او جعلي فرهنګ له منځه په تلو او ولس به د زړونو غږ پورته کړی شي.