عبدالله عبدالله:  د ولسمشر غني له خوا د دوه زره طالب بنديانو د خوشي کېدو پرېکړې هرکلی او ملاتړ کوم 

روهي (څلورنۍ/۷ د غبرګولي)، د جوړجاړي د لوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشر غني د هغه پرېکړې هرکلی کړی چې په پايله کې به يې دوه زره طالب بنديان خوشي شي. 

عبدالله عبدالله ويلي دي چې د دوه زره طالب بنديانو خوشي کېدل د سولې بين الافغاني خبرو لپاره لار پرانېزي او د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته کولی شي. 

نوموړي له طالبانو هم غوښتي دي چې په ورته چارې لاس پوري او دوی سره د افغان حکومت زندانيان ازاد  کړي. عبدالله عبدالله هيله ښوودلې ده چې د بنديانو خوشي کېدل به سولې ته لار هواره کړي. 

افغان حکومت تېره ورځ نهه سوه او د اختر په دويمه ورځ سل طالب بنديان خوشي کړل. تر اوسه افغان حکومت دوه زره طالب بنديان ازاد کړي دي. 

قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين هم د حکومت د ياد اقدام هرکلی کړی او ويلي  دي چې دوی به هم له خپل اړخه يو شمېر د حکومت کسان ازاد کړي.