ټرمپ: له افغانستانه خپل پوځيان وباسم؛ زمونږ پوځيان هلته د پوليس په څېر ماموريت لري

روهي (څلورنۍ/۷ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دنالډ ټرمپ يو ځل بيا له افغانستانه د خپلو پوځيانو په بهر کولو ټېنګار کړی دی. ټرمپ ويلي چې افغانستان کې د امريکايي پوځيان ماموريت د پوځيانو نه بلکې د پوليس په څېر وو. 

ولسمشر ټرمپ ويلي دي چې افغانستان کې زمونږ د پوځيانو شمېر تر اته زره شوی دی او په يو مناسب وخت کې به ټول پوځيان خپلو کورونو ته ستانه کړو. ټرمپ د خپلو پوځيانو د وتلو ځانګړی وخت نه دی ښوودلی. 

د متحدو ايالتو ولسمشر ويلي  دي چې دی د افغانستان له حکومت او طالبانو سره په اړيکه کې دی، هغوی د افغانستان راتلونکی ټاکي او امريکايي پوځيان به نور افغانستان پرېږدي. 

د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ له دې وړاندې هم څو ځلې له افغانستان د خپلو پوځيانو د وتلو ويلي وو. د متحدو ايالتو او امريکا ترمنځ د سولې شوي تړون اړوند به د ۱۴ مياشتو دننه امريکايي پوځيان له افغانستانه وځي.